Friday 6 November 2009



جنازه مې د ارمان ځي کس بللی نشم


زخمې سوی ځیګر یم خوحال ویلی نشم


غمونو او دردونو د دنیا یم ډیر زپلی


نصیبه بس دی نور دې ستم زغملی نشم


په تورتوروسترګو نشتروهي په زړه بیا


لا یو زخم جوړ ندی زه بل خوړلی نشم


شام او سحر وي تاته دا میکشي مبارک


د خوار خلکو د وینو زه جام څکلی نشم


د سترګونه مې نم هم غیرت له ډاراوچیږي


عجبه بې وسي ده چاته هم ژړلی نشم


د عدل او دانصاف قانون ټول شود دنیا نه


د سر قاتل ته هم اوس زه هیڅ ویلی نشم


آشنا ډیر بې عزت دې زه وویستم له دره


له شرمه خپل ګریوان ته هم اوس کتلی نشم


دزړه په تیخانه دې دغم ګنج راټول کړی


طاهري یاره نور دې له درد وتلی نشم