Sunday 15 August 2010

طيب الدين شاهين

غزل
لــــــکه اوښــــــکه په کـــــږو لارو روان يـــــم
راستون شوی دخپل ورک زړه له ارمان يم
ميينــــــان د اناالـــــحق راتــه نـــه ښـــــکاري
ځــــوړند دار ته زه ولاړ ځــــکه حيــــــران يم
د ګرېـــــوان قــــــــهر مې ونــــړوو اوښـــــــکو
لکه سيـــــند د اباسيـــــن په شــــور روان يم
ته ډېـــوه شــــــه داد ژوند کور مې رڼـــــا کړه
زه هم ستوری ستا پر سر د سپين اسمان يم
يم شــــــاهين پر لوړو غرو ځــــکه پرواز کړم
زه مجبور د خپل مغروره خـــــوی له شان يم


*********************************                                                                                                 












































































































































طائرځلاند

غزل
ګل دګلاب هم ستا له حسنه ځنې پور اخلي
شونډې دې مه پرانيزه شونډې ترېنه اوراخلي
زه اوس جواز لرم چې و اخلم دخپل عشق ثمر
فصل چې پوخ شي نو دهقان ورپسې لوراخلي
ياد يې دخيال په شيش محل کې چې ساتل غواړمه
ښه ده شاعرزړه مې ترې کله کله شوراخلي
په درد اباد يمه داستا دمينې رنګ کلي کې
داستا له ياده مې دزړه پرهر ټکور اخلي
په انتظارانتظار دواړه پسې سپينې شولې
دسترګو توررانه زما دسترګو توراخلي
****************************                                                                                                 
غــزل
په درد ابـاد شوم تيروم ژوند اضطرابـــــه سره
دامې صـــلـــه شوله دمينې له ګلابــــــــــــه سره
له خاورو پورته يې کړ بيا يې کړ دخارو بيرته
مزل نــيمګړى د شبنم و له افتابـــــــــــــابه سره
له تنــدې مړه شي ، دژوندون دسمندر په غاړه
چې نا اشنا وي دحــــــــــــــــالاتو له سرابه سره
هر يــــوماښـــــا م ددې وطن وي دغمونو سره
هر يو سهار يې وي تړلى له غذابــــــــــــه سره
غزل چې کله ځان لــــــــباس کې دهــنر ونغاړي
طايـــره ښکلې شي دا ناوې له حــجابــــــه سره

*******************************
غزل
ناهيلى نه وم په وختونو مې باور نه راته
ګله ستا نوم چې دزخمي شونډو په سر نه راته
هوا شوخي وکړه داستا داوربل سوري سره
ګنې نو ګرانه، په اسا نه داسحر نه راته
دمايو سيو سپين لباس دى دهرچا په غاړه
دلته خو بې له رنګينيو نه اختر نه راته
دشپې يې وربه کړه رڼآ سپوژمۍ او ستورو لره
هسې په هسې خو اسمان لره به لمر نه راته
اوس يې تصوير ته دهجران دا اوږدې شپې روڼوې
يو وخت همدا طاير به تاته په نظر نه راته

********************************
غــزل
داڅنګه وخت راغى چې ګل په خپل ډنډر ماتيږي
دلته نظر سوزي يارانو او ځيګر ماتيږي
دژوند په لار مې هيلې داسې ځوانې مرګې شولې
لکه دپيغلو نه منګي چې په ګود ر ماتيږي
هسې سراب باندې دزړه دشته خړوب څنګه کړم
تنده دتږي خو اشنا په سمند ر ماتيږي
زه دباګرام دښکلو ياد په کې ساتل غواړمه
خو په يوتور لاس مې دزړه دنگڼ ور ماتيږي
طايره زه يې هم ځان بولم او اغيار يې اوس،هم
ګوره چې ګاڼى به اخر دچا په سر ماتيږي

*******************************