Wednesday 29 September 2010

رحمت شاه سائل Rahmatsha Sayel

غزل
چې په خندا ورته د خوږ زړه پرهرونه نشي
چیرې دې هم ستا د ښايست غوټۍ ګلونه نشي
راشه مظلوم زړه مې په يو نظر يوه لمبه کړه
چې په ظالم زړګي دې پاتې ارمانونه نشي
بيا د جنون مستي ځواني غواړي د مستې مينې
بيا چیرته خيال د تورو زلفو ځنځيرونه نشي
په دُعاګانو مې د خوږ زړګي دردونه نه ځي
څو چې ښیرې د شونډو تړم ټکورونه نشي
وړې مې د روح جنازه چیرته د خندا په اوږو
په وينو سره دې ترې شينکي شينکي خالونه نشي
د نظر غشي مې په زړه باندې په پام اوروه
چیرته زخمي پکې دا ستا نازک يادونه نشي
خاموشې شونډې مې لوستې بيدارېدې ويل يې
اورونه مه چیړه لوګي دې پرې فکرونه نشي
ويده دنيا ای د ( سائل ) قلمه مه لړزوه
د فريادي اوښکو مات ستوري تندرونه نشي

غزل
پروت په ګلستان کې په صحرا يمه
تل به ستا د ژوند سندرې وايمه
ستا خرلې زلفې به راټولې کړم
ستا د چاودو شونډو مسيحا يمه
بت مې ستا په زړه کې د شک مات نه کړو
ما که درته ډير ووی چې زه ستا يمه
قهر دې چې اوښکې شي په سترګو کې
زه ليونې ستا ددې ادآ يمه
نغښتې ګمانونه په کې وينمه
نن دې هر نظر ته وارخطا يمه
زه ( سايل ) دې داسي غم اخيستی يم
ګوره چې نن ځانته په خندا يمه


غزل
د ژونـــد ســپـر لې یم په جهان وریږم
د مــیــنــې ګـــل یــم پـــه جـانان وریږم
ستا یو نظر کاته په وس کې نه دي
اوښــکـــې په مخ د خپل ارمان وریږم
چــې پـر ې راځي د یار نازک یلدونه
نــــن بـه پـــه ریـــګ د بــیـابان وریږم
لمبې د مړي د ښايست چرې مه شه
چـــې تـــــل د اور په ګلستان وریږم
زه ســتا( سايل )داسې سا يل نه یمه
لکه چې ستا به په خپل ځان وریږم



اغاز
دوینـــــو رنګ په لمبو څنـــګه ښکاري
تالـــــــه تصویر په ګلاب جــوړ کړم کنه
سترګې دې ډکې شـــــــوې په بله اوړي
کاســـــه راواخــــلم شراب جوړ کړم کنه
شونډې دشور غواړي سندرې غواړي
سنـــدره وایې ،رباب جـــــــــوړ کړم کنه
ګــــونګوجذبو له دې چې ژبـــه ورکړي
ستــا په نوم داسې کتاب جوړ کړم کنه



زما په دواړو اوږو....
زما په دواړو اوږو ناستو پرښتو وليکئ
زما په سر که څه ليکئ نو په پښتو وليکئ
د پاکې مينې ګناه کارو چې منکر پرې نشئ
د رقيبانو الزامونه په تندو وليـــــــــــــکئ
په ښايستونو پسې ورکو لېونو ملګرو
زما په زړه کې د ګل مينه په اغـزو وليکئ
زما په لاسو کې په پښو کې ديوتاګانو د وخت
د زندګۍ نوم د اجل په زولنو ولـــيکئ
د ځنځيرونو خالقانو ـــ د وحشت زامنو
ما په کتار کې د ژوندون د لېونو وليکئ
ای شاعرانو ـــ د قلم په آزادۍ مينو
حال د بلوچو ماشومانو د سلګو وليکئ
د آزادۍ عالمبردارو د نړۍ قامونو
اوس د نړۍ نقشه کې کور د پښتنو وليکئ



غزل
لکه د اوښکې زړه ژور نه لري
داسې موجونه سمندر نه لري
تا به په خپل تصویر کې څوک ځایوي؟
دلته خو څوک داسې هنر نه لري
په څومره خلکو کې تنها وي سړی

چې زړه لري او د زړه سر نه لري
په خوله خو اوس هم خلک مینې کوي
په شونډو پاړ په زړه پرهر نه لري
مازدیګری په زړه د ننه ژاړي
پیغلې منګی لري ګودر نه لري
ستا د خبرو د منطق نه لوګی
وزن بلا لري ، باور نه لري
قیصه زما د مستقبل سائله
چې شپه لري څنګ به سحر نه لري


غزل
لــــکــــه شـــبـــنــم مې لږ د خپل مخ په ګلاب پریږده
مـــــاډوبـــیــــدوتــه ته د رنګو نو په دریاب پر یږ ده
وخــــتـــــه پــــــه ســــرمې د رقیب په شان مه اودریږه
لـــــږمـــــې د یـــــار سره په سوال او په جواب پریږده
د محبت ځــــوانــــي مــــې چل د ستو مانې زده کوي
لــږې دې زلــــفــې پــــــه مخ نورې پیچ و تاب پریږده
هــــر څـــــوکــــــه ورک یـــــوله بــلــه د بیلتون په دښتو
مـــــالـــــه پـه ستر ګو کښې قطره نیمه شراب پریږده
زمـــــونــــــږ حــجرې ا خر حجرې دي جما توته نه دي
نــــــاصــــحـــــــه ګـــــوتـې مې نغمې ته درباب پریږده
په موده پس شو مخامخ وخت مو په لاس کښې نشته
یــــاروې دیـــــدن او کــړه حساب پریږده کتاب پریږده
چـــــه لـــــږې خـــاورې په سر باد کړي لږه ساه واخلي
لـــــږ د کـــــوڅــــــې ته خپل سائل خانه خراب پریږ ده


غزل

لوګی کوي اسويلي اور نه کوي
څه پښتانه دي سوزي شور نه کوي
د ګلالو ښکلي غمژني سترګې
حملې کوي په زړه کې کور نه کوي
زور زورور کوي پردي يې کوي
ياران خو کور کلی په زور نه کوي
مړي دې هسې يې ژوندي مه ګڼی
چې د ژوند غم په ټنګ ټکور نه کوي
لکه هر څوک چې شو قاتل د مينې
چاته هيڅوک د چا پيغور نه کوي
سايله دا په ما او په تا څه وشو ؟
زنځير دې شړنګ بنګړي مې شور نه کوي

غزل
ما درله د ګل جنازه نه راوړه
راغلم خو په لاس کې مې لمبه راوړه
پاڅه خوبولې سترګې پرانیزه
ما درله د ورځ رڼا په شپه راوړه
توان د اودریدو لرې که نه لرې ؟
اوښکو مې تازه یوه قیصه راوړه
تنده مې پرې ستا د زلفو ماته کړه
دا هوا د چرته نه وږمه راوړه ؟
بې د یار له ذکره، فکره بل کمال ؟
روح له مې اسباب د ګناه مه راوړه
څړ یکه د سائل د زړه پرهر اوکړه
زلفې کړه خورې ورې ، ډیوه راوړه

غزل
مادې دحــــــسن په محشر کې پریږده
دلیـــدو تاب مې په نظر کې پریــږده
دبــــــې وسې عمره لوګې شــــم درنه
دزنــــــدګئ نشه مې سر کې پریږده
زړګیـــــــه نن مې دخپل درد په خاطر
یــــــــوې ټپې ته په دې غر کې پریږده
شرنګ دې دلاس دبنګړو غلې مه شه
یوه نغمـــــه ترې په ګودر کـــې پریږده
تـــــه ابــــــادۍ ته ځـــــه اباده اوســــــې
مامې دخپل زړه په کنډر کې پریــږده
سپرلی راتلو والا دی پام مــــرګیـــــــه
سايل يې لږ په شوروشرکــــــې پریــــږده

غزل
ول د اننګو يې ګل شو خور نه شي
نن يې د خندا نه شونډی اور نه شي
وراغی د حسن په لمبوکې خوب
خدايه چيرته ويښ زما په شور نه شي
زه يې احترام د غرور هم کوم
زړه ګټل په ضد نه شي په زور نه شي
خير دې تندرونو ته وريت نظر
وران مې زړه کې ستا د مينې کور نه شي
ستا د تورو غيږو غيږو زلفو بويي
قات په هديره کې د رتښور نه شي
خير دی زه دې خاورې شم ايرې دې شم
ستا دانه وانه اوربل دې سپور نه شي

غزل
یار ورته چل ښود او رقیب راته زنځيرجوړوو
زه دخیبر يه سر وم ناست مایې تصویرجوړوو
زما قلم زما په ګوتو کې ټوټې، ټوټې شو
ځکه چې ما پرې ددې خپل وطن تقدیر جوړوو
زما دجرم دلیل داوو پښتنوملګرو
چې ددې خپلې پښتونخواه نه مې کشمیرجوړوو
که مدرسه دغلامۍ وه نوبس وه به کنه
دازادۍ روڼ حقیقت راته ضمیرجوړوو
مونږترې ډیوو ته دجونګړو رڼاګانې غوښتې
هغوزمونږد پاکووینو نه جاګیرجوړوو
رحمت شاه سائل




























 


































































شکرالله طاهري

 غزل
لکه سپوږمی چې خپل رڼا دلمر نه پوُر اخلي
داسې مې  زړه جانانه ستا  په لیدو زُور اخلي
سرې شونډې ندي د آشنا  راته ښکاري  انګار
خوله چې پرې کیدمه نوټول بدن مې اُوراخلي
ستا د حسن غنم  رنګ او بار راوړي  دواړه
فصل چې پوخ شي خو لوُګرورپسې لوُراخلي
   وې  چې مجنون  په آخري سلګی همدا  ویله :
عا شقان پس لدې  به زما  له جنون شوُراخلي
په یونظردې څنګه ستړې سترګې  واړولې
خلک چې سترګې جنګوي د سترګوتور اخلي
په سپینه مخ یې اننګې داسې شغلې کړي دعشق
چې زخمې زړونه  ترې په یو نظرټکور اخلي
چې په خندا دې طاهري تیردی د سراومال نه
رقیب به څنګه ستا په زړه کې ورنه کوُراخلي
                  شکرالله طاهري

دعشق رنځ
طبیبه راته وایه دعشق رنځ دی څه بلا
دا تبه راځي ماله او که وار دی په هرچا
خوب يې رانه وړی آرامي کرارمې نشته
دوصل اورجوړکړی یوانګارپه زړه زما
اول سړی مجنون شي پسې بیا ځیکرخون شي
آخرخاورې په سر به اړوي په هر بیدیا
دیارد ښکلې مخ رڼا چیرته شوې ایساره
دیدن دې جوړه شوې راته بوټې د کیمیا
د سروشونډونه راکه چې وڅکمه بې باکه
ساقي بس یوددې جام نه توبه مات کړی ما
طاهري خوخدایه غوښته یاریوزړه سوانده
د داسې یو بیدرد سره دې څنګه کړل آشنا
شکرالله طاهري
اختر
چې جنګ او جګړه چاته اچولې وي ټغر 
اختر نه یې ورځي په سر
چې ورځ یې کربلا وي او هره شپه یې محشر
اخترنه یې ورځي په سر
خوله ډک چې وي خندا نه اخترځي هغه خواله
اختروي د هغو چې تل خوښ وي او خوشحاله
د چا چې په ژړاوو وینه ډنډ وي په ځیګر
اختر نه یې ورځي په سر
ټول عمر مو په غم او په ماتم دی تیره کړې
آرام او د هوسا ژوند مو د سره هیره کړې
غمونه او ماتم داسې د چا چې وي ټبر
اختر نه یې ورځي په سر
تنکي تنکي ځوانان مو پخپل وینو لمبیږي
ډیر کونډې یتیمان مو د لوږې نه مړ کیږي
زخمي چې ځیګرونه وي سوری سوری ټټر
اختر نه یې ورځي په سر
په جنګ او په جګړه کې خوارشوي ملتونه
طاهري د نفرت اور سوځولي ډیر قومونه
دجنګ او دجګړې ژوند مصیبت وي سراسر
اختر نه یې ورځي په سر
شکرالله طاهري





ساحرلدهیانوي

                                                                           
 ژباړن:  شکرالله طاهري

(دسهار منزل لیرې نه ده)
دشپې مسافره ستړې مُشې دسهار منزل لرې نه ده .
دځمکې پدې پراخه غیږه کې دشپې ځای دیو څو شیبو دپاره وي.
دتیارې ټټرڅیره کړه اووګوره یونوی سهار پکښې ویښ ولاړه ده .
ورځ به په تیریدومجبوروي خولمرپه ختلومجبورندی.
کلونوکلونونه غلي اوچپ خلک به اوس خپل حق اخلي.
اوس به چې څه کووپه ډاګه به یې کوواوچې څه وایوپه ډاګه به یې وایو.
بسمل پشان زارزارمړکیدل ددې زمانې رواج ندی.
مات به شي زنګ وهلي ځنځیرونه او ویښ به شي ویده شوي نصیبونه.
دلوټیدونه ترڅوبه دا په وینو ککړزنګ وهلي تُورې ساتنه کوي.
نشي پاتې کیدی په دې دنیا کې ترڅوچې دټولو خوښه نه وي.




(ای شریفو ا نسانانو)!
خپله وینه یا د بل، آخر د بني آدم وینه ده .
جنګ په لر وي یا په بردټول عالم د سولې مرګ دی .
بم په کورونو وریږي اوکه په سرحد، دآبادي روح ترې زخمې کیږي .
خپل پټي اور آخلي او که دنورو، ژوند دلوږې سره مخامخ کیږي .
ټینکونه پرمخ ځي او که شا ته ، زور يې پرمځکه ده .
د بری خوشحالي وي اوکه د ناکامی غم خو ژوند پر مړو ژاړي .
جنګ خو خپله یو ستونزه ده ، جنګ څنګه مشکل حل کولای شي .
جنګ که دنن دپاره اوراو وینه دربخي خو سبا دپاره دلوږې اومحتاجي زیرې درکوي .
دخداې دپاره ای شریفو انسانانو !
دجنګ اور که مړ کړئ دا به ډیره ښه وي .
مونږ او تاسو په یو انګړ کې اوسیږو ، دلته چې شمع بل وي ډیره ښه ده .
د یو څه ګټې په خاطر دوینو تویول څه ضرور دی .
دکورد تیارې د ورک کولو په خاطرد کورسوځول څه ضرور دی .
دجنګ او زور آزمولو دپاره خو نورمیدانونه هم شته
یواځې د وژنې او وینو تویولو میدان ولې .
د ژوند حاصل عقل هم دی، یواځې جنون خو ندی .
نو راځئ پدې بدبخت دنیاکې دفکر رڼا عام کړو .
سوله او آرامي ته چې قوت ورکوي ، د داسې جنګونواهتمام کړو .
دوحشت او بربریت دجنګ څخه د تمدن او پرمختګ په لور .
دوژنې دسیاست او جنګ څخه ، د سولې او انسانیت په لور .
د مفلسي او غلامی دجنګ څخه دسرشاری دامن او آزادی په لور.
دجګړه ماری د قیادت څخه ، دبې وزلو داوښکو دپاکولو په لور .
دجنګ او جګړې دفلسفې نه ، دیو آرامه او هوسا ژوند په لور .
ددولت دګټولو دجنګ څخه ، دخلکو د خوشحالی اوخد مت په لور .






(وینه نذِر ورکوي ژوند)
 زمونږ دنیاکې دګلستان لټونکی
دلته بهارنه راځي داوربڅرې جګیږي.
زمونږپه تیاره فضا کې دخوشحالی رنګ نه پیداکیږي.
دلته دیو لمرخاته نه تربله پورې د دار دځړولو ټالونه اچول کیږي.
دلته هره ورځ یوکس دمرګ منزل ته روانیږي.
هغه لیډر چې څووار لاره یې ورکه کړې ده.
دجمهوري اودیموکراسي ترپردې لاندې.
محبس زندان او ربړونه دي .
دسولې اوامن په نامه دجګړي پلانونه دي .
د انصاف په نارو د نفاق کارخانې دي.
په زړونوخوف جاسوسي او په لبانو قلفونه.
په سرموداوسپنیزو قید خانو جبرونه دي،مګر :
کله دمینځه تلۍ شي په زور او ظلم سره،
هغه فلسفې کوم چې سوځولی دانسانانو ماغزه.
هیڅ یو ستمګرلښکرغلا کولی نشي،
دانسان دویښه شوې روح بغاوت .
قدم قدم وینه نذِر ورکوي ژوند.
دانسان دارتقا قافلې پرمخ ځي.
داور اوفولادو دنظام زړه رپوي.
دبغاوت ډُولونه هرطرف وهل کیږي.
ځوانان لګیدلې مشعلونه پخپل لاس نیولي.
غرونه اوبیابان هم په خوځیدو دي.
زما د آواز بندول امکان لري،
مګردژوند آواز څوک نشي بندولای.
داوراود فولادو فصلونه څومره چې تیزهم وي،
دوخت دبدلون رفتارنشي ودرولای.
دنوي خیالونودآلوتنومخ ته خنډ اچونکو؛
دنوي خلکو تیزرفتارڅوک درولای شي؟
دتورې تیارې نظام لرونکوچې په تورو زندانونومو پناه اخیستۍ؛
دهمدې ځای نه دسهار لښکر به وځي.
سره بیرغونه به رپیږي په آسمان.
دختیز او لویدیځ کناري به سره یو ځای شي.
څومره طوفانونه چې راځي رادې شي،
څومره تندرونه چې راځي رادې شي.
خو هغه ګلان چې باید شنه شي شنه کیږي به .






مرګ اوژوند
دمرګ زړه که څه هم دتیږې څخه جوړه شوې ،خوبیا هم دژوند څخه ډیرمهربانه ده .
مرګ خو یوځلې رنځ درکوي خو ژوند هروخت ستا دخوښی دښمن وي .
لږترلږه سکون او آرام خومومي ، دچا ژوند چې دمرګ لاس ته ورځي .
رنګ ، ذات، نوم او دولت دا ټول شیان ژوند پیژني ، خو مرګ سره دا توپیرونه نشته.
دمرګ نه که څه هم چاته ګټه نه رسیږي،خوبیا هم دژونددغلامی څخه سړی خلاصوي.
که مرګ چاته د خندا وخت نه ورکوي،خو د ژړاڅخه یې دتل دپاره آزادوي .
که مونږ ونه اوسو نوغم به چاته راځي،دامرګ دی چې دغم هریوداستان ختموي.


(زمونږ نړی)
زمونږپدې نړی کې دډیروکلونو نه دظلم اوزیاتی توره شپه حکومت کوی،تاسوداسې فکر ونه کړئ چې دا دنن خبره ده .دکوم وخت نه چې ځمکه پیدا شوې اودنیا جوړه شوې مونږهمداسې دژوند پسې مړه یو.دمرګ طوفانونه زمونږدکورونوپرټټرناست دي اود اوراود وینوباران په مونږ وریږي.څه به وکړومجبوري ده ، دا دپخوانونه مونږته سوغات پاتې شوی، مونږ دتیارو څخه وتلی یو خوبیاهم زمونږ دټټرو څخه رڼا نه جګیږي، مونږځنګلونه په ښارونو بدل کړی خوبیاهم دځنګل خوې اوعادت مونه ده پریښۍ. پخپل بدنام انسانیت موقسم چې مونږ تراوسه حیوانیت ندی پریښۍ ، مونږسقراط ته دزهروپیاله اوعیسا ته د پهانسۍ ډالۍ ورکړی، دګاندې ټټرموسوری سوری کړل اوکینډي موپخپل وینو ولمباوه .هرمصیبت او کړاوو چې په انسان راځي په هغه کې خپله دانسان لاس وي.
دیوریشیما په سوزیدلې ځمکه اود ناګاساکې په ویرانه فضاء قسم، پرکومو خلکوموچې دځنګل قانون ورواچاوه ،هغه دایټمي دورداړونکي مونږیو. مونږدبربادي په لاره دومره مخکې تللی یو چې دواپسی هیڅ لاره نشته. دانسان وینه په دومره ساغرونوتقسیم شوی،چې نورنوداسې محفل داسې ساقي نشته چې دهغې لاس خالي پاتې وي. ددغوتیاروهمدومره زوروو، دې نه وروسته به د رڼاګانو نړی خاماخا
راځي.




(خودظلم په خلاف)
مونږسوله غواړو خو دظلم په خلاف،اوکه جنګ ضروري ده نوبیاجنګ دې وي .

که دظالم مخه ونه نیول شي داهم پخپله یوظلم دی،قاتل ته څه نه ویل هم په قتل حسابیږي .
مونږد خپل سرسره لوبې کوو، ترڅوحق بری ته ورسیږي .
هغوته ووایه ! (څوک چې دباطل دلښکروملګرتیا کوي )که دجنګ په زورګټل وي نوبیا جنګ ټیک دی.
ظالم نه ذات لری اونه مذهب ،نه قوم لری اونه نصب، دظالم په شونډوهروخت دهغې دګناهونو ذکروي.
دځمکې پرمخ ظلم اوستم خاښ نه شي غوړولای. پدې تاریخ ښه پوهیږي اوزمانه يې ګواه ده .
پریده چې دځینوتنګ نظروسترګې همداسې ړندې وي.دا د سروزرو جنګ نه دی اونه دادځمکو جنګ دی، دا جنګ دبقا د اصولونوجنګ دی.
کوم وینې چې مونږ نذرورکړی ځمکې ته ، دګلاب دګلونوپه خاطردي ، دهمدې وینود رنګ څخه به سپړیږي دسولې پسرلی .
ژباړن :شکرالله طاهري










































































































































 






















نثرونه ) استاد ګل پاچا الفت )

څوک وایي؟؟
څوک وایي چې کوږ بار ترمزله نه رسیږي او دروغو
مزل لنډ دی .د دروغومزل خوترآخرته پورې دي اوکاږه
بارونه ترهماغه وخته مزله ته رسیږي.
څوک وایي چه بد ګرزي بدپرزي .که داخبره رښتیا وای
اوس خو به یو سړی روغ نه وه پاته.
څوک وایي چې د دروغجن مخ توردی.ماخوډیردروغجن
ولیدل چې مخونه یې تک سپین دی .
څوک وایي چې د شیطانانو دې کور وران شي.
څوک وایي چې دغله په غره کې ځای نشته. را دې شي
ودې ګوري چې ښارونه بازارونه ترې نه دي ډک؟
څوک وایي چه غل نه یې له پاچا مه ډاریږه!
آیا د ناحقې له شاهدانونه ویره نه ده په کار؟
څوک وایي چې په تشو خبروکارنه کیږي؟ دلته خوپه
خبروهرڅه کیږي اوبې خبرو هیڅ نه کیږي.
څوک وایي چې دغله په ږیره خلي وي،ډیرغله شته
چې بیخي ږیره نلري .
څوک وایي چې ډیر وایي لږ ترې خیژي،ما خو ولیدل
چې هیڅ ترې نه خیژي.



















Sunday 19 September 2010

(عبدالقاهر جبارخیل سیدنې آسترالیا)

غزل
ستا له سترګو سپیلنی شمه دلبره
تاپسې خو لیونی شمه دلبره
په تهمت داستا دمینې خورنګ رنګ یم
دځان کله سپینا وې شمه دلبره
دجنت وعدې که څوک را سره وکا
له تاکله تیریدی شمه دلبره
عاشقي راباندې داسې چارې وکړې
چې له خپلو نه پردی شمه دلبره
که مې سر ځي که مې مال ځي پروا نشته
زه تا کله پریښودی شمه دلبره
ستا په غم باندې به ورو ورو ویلې کیږم
پتنګ نه یم چې لوږی شمه دلبره
له نری ملا نه که ستا لاسونه تاوه کړم
سر له نوی به ځلمی شمه دلبره
چې په مینه جبارخیل دې ذولانه کړ
خود به داسې وچ لرګی شمه دلبره
                     

پښتنه خاوره
ته هیواد د شاه ځلمو یې
تل ساتلۍ ننګیالو یې
ته غیرت د هر پښتون یې
ته ناموس د توریالو یې
ستاساتنه په مونږفرض دی
مونږ ته پاتې د پلرو یې
قرباني ته دې حاضر یو
ته له خداي پرمونږپیرزویې
ته لوې کورد لوې افغان یې
مونږ ساتلۍ د پردو یې
ستا شمله به اوچت ساتو
ځکه کور د میړنو یې
تل سر لوړ اوسي هیواده
چې ته ځاله د زمرو یې
که له سره پرې تیرنه شوې
جبار خیله بې پښتو یې


ګیله


مړه شوله پښتو د پښتنو ځینې
سترګې مې شرمیږې د پردو ځینې
مونږ باندې پردي هیڅ ملامت ندۍ
مونږ یو کیله مند خپلو پلرو ځینې
ځوې وې دپښتون خودپښتوپه ضد
دا راته ښکاره د تاریخو ځینې
داسې بد نصیبه قام به چیرته وې
مشر پکې نشته د پیړو ځینې
خپله ژبه نه وائې شرمیږې به
ډیر شرم پکار دۍ د پردو ځینې
زه جبارخیل ښه ښکاره پښتون یمه
خیردۍکه پرې ځوړندشم ویښتوځینې