Wednesday 29 September 2010

شکرالله طاهري

 غزل
لکه سپوږمی چې خپل رڼا دلمر نه پوُر اخلي
داسې مې  زړه جانانه ستا  په لیدو زُور اخلي
سرې شونډې ندي د آشنا  راته ښکاري  انګار
خوله چې پرې کیدمه نوټول بدن مې اُوراخلي
ستا د حسن غنم  رنګ او بار راوړي  دواړه
فصل چې پوخ شي خو لوُګرورپسې لوُراخلي
   وې  چې مجنون  په آخري سلګی همدا  ویله :
عا شقان پس لدې  به زما  له جنون شوُراخلي
په یونظردې څنګه ستړې سترګې  واړولې
خلک چې سترګې جنګوي د سترګوتور اخلي
په سپینه مخ یې اننګې داسې شغلې کړي دعشق
چې زخمې زړونه  ترې په یو نظرټکور اخلي
چې په خندا دې طاهري تیردی د سراومال نه
رقیب به څنګه ستا په زړه کې ورنه کوُراخلي
                  شکرالله طاهري

دعشق رنځ
طبیبه راته وایه دعشق رنځ دی څه بلا
دا تبه راځي ماله او که وار دی په هرچا
خوب يې رانه وړی آرامي کرارمې نشته
دوصل اورجوړکړی یوانګارپه زړه زما
اول سړی مجنون شي پسې بیا ځیکرخون شي
آخرخاورې په سر به اړوي په هر بیدیا
دیارد ښکلې مخ رڼا چیرته شوې ایساره
دیدن دې جوړه شوې راته بوټې د کیمیا
د سروشونډونه راکه چې وڅکمه بې باکه
ساقي بس یوددې جام نه توبه مات کړی ما
طاهري خوخدایه غوښته یاریوزړه سوانده
د داسې یو بیدرد سره دې څنګه کړل آشنا
شکرالله طاهري
اختر
چې جنګ او جګړه چاته اچولې وي ټغر 
اختر نه یې ورځي په سر
چې ورځ یې کربلا وي او هره شپه یې محشر
اخترنه یې ورځي په سر
خوله ډک چې وي خندا نه اخترځي هغه خواله
اختروي د هغو چې تل خوښ وي او خوشحاله
د چا چې په ژړاوو وینه ډنډ وي په ځیګر
اختر نه یې ورځي په سر
ټول عمر مو په غم او په ماتم دی تیره کړې
آرام او د هوسا ژوند مو د سره هیره کړې
غمونه او ماتم داسې د چا چې وي ټبر
اختر نه یې ورځي په سر
تنکي تنکي ځوانان مو پخپل وینو لمبیږي
ډیر کونډې یتیمان مو د لوږې نه مړ کیږي
زخمي چې ځیګرونه وي سوری سوری ټټر
اختر نه یې ورځي په سر
په جنګ او په جګړه کې خوارشوي ملتونه
طاهري د نفرت اور سوځولي ډیر قومونه
دجنګ او دجګړې ژوند مصیبت وي سراسر
اختر نه یې ورځي په سر
شکرالله طاهري





No comments:

Post a Comment