Sunday 14 February 2010

دنیا ده ډیره ښکلی

دنیا ده ډیره ښکلی هغه چاته چې بې غم دی
دوزق ورنه جوړیږي درد او غم سره قسم دی
په هرموړکې خپل نیسي ژوند کمزورخلک په جال کې
هر دم او هر ګړی یې زنګوي د درد په ټال کې
غریب سړي ته هسې هم دا ټول دنیا تورتم دی
دنیا ده ډیره ښکلی هغه چاته چې بې غم دی
چې یار درسره نوي نو فردوس دوزق جوړیږي
ظالم وخت به بیا هم درباندې سخت اوګران تیریږي
چې یار دې وي په څنګ نو بیا قسمت دې ترقدم دی
دنیا ده ډیره ښکلی هغه چاته چې بې غم دی
مین زه په وطن یم او محبوب مې هم وطن دی
لیلا زما شرین زما همدا زما چمن دی
د هجر غم یې کله آشنا د یو غر نه کم دی
دنیا ده ډیره ښکلی هغه چاته چې بې غم دی
آشنا طاهري وایې دا ترخه کلام خواږه کړه
د غم غزلې پریده د مزې سندرې زده کړه
خودرد چې ترې جګ نه شي بې مزه هغه قلم دی
دنیا ده ډیره ښکلی هغه چاته چې بې غم دی
شکرالله طاهري