Tuesday 29 September 2009

ای صبح کې میائی

ای صبح کی میائی توکی شب ما سحر شود
کی روشنی میکنی کی تاریکی حذر شود
ای خوشبویِ نسیم صلح کی میوزی بسویِما
کی میبری این رنج وغم کی حال ما دګرشود
ای باران تازه سازِ روح پژمرده ګان
به این روی تشنګان کی ترا نظر شود
خون میچکد از دل هر بلبلک این چمن
کی میبری تواینخزان کی ګلستان زسرشود
ای آهِ پر سوز دلِ آوارګان این وطن
کی میرسی به عرش تا از درد ما خبرشود
ظالم هیچ نمی داند ارزش خون مظلومان
موسا بزن عصا که این فرعون زیروزبرشود
ای کبوتر سفید قاصد ز شهر دوستی
نامه بیار زصلح تا صلح و صفا به سرشود
دست دعا زآسمان طاهری نه کنم دور
تا باران لطف او به این دیار و درشود

Saturday 26 September 2009

وطن جوړیږی

وطن جوړیږی خو په ټینګ عزم او ایمان جوړیږي
په قرباني د شخصي ګټو او د ځان جوړیړي
په یوه ستورې رڼا نه راځي تیاره دنیا کې
په ډیرو ستورو بیا ښکلی روڼ آسمان جوړیږي
یولاس نه نخیژي کوم ټک او نه جوړیږي کوم کار
لاسونه ورکړئ سره یو شئ بیا جهان جوړیږي
هر یو مشکل ته پیدا شویده  یو لار د خلاصون
بیماران هم په دوایې د طبیبان جوړیږي
طاهري یاره ما بیګاه ډیر خواږه خوب لیدلی
سوله راځي او زمونږ ګران افغانستان جوړیږي










آخر به ځي دا توره شپه

آخر به ځي دا توره شپه رڼا به بیا راځي
د ښکلی او روښانې ژوند دنیا به بیا راځي
ورک به شي دا ظلم او ستم په مظلومانو
نه به بیا ورانیږي کلۍ کور د غریبانو

لاړ به شي د غم دور د خندا به بیا راځي
آخر به ځي دا توره شپه رڼا به بیا راځي

غریب او بینوا به په بمونو نه مړ کیږي
پاک عصمتونه به نور دلته نه خر څیږي
باران د رحمتونو زمونږ په خوا به بیا راځي
آخر به ځي دا توره شپه رڼا به بیا راځي

د جنګ اودجګړې نه به نور خلک ستړی کیږي
د زوراو د زیاتي قانون به هیڅ نور نه چلیږي
په بد کارونو هرچا ته حیاء به بیا راځي
آخر به ځي دا توره شپه رڼا به بیا راځي

دا کرکه او نفرت به نور ورک کیږي د وطن نه
یو ښکلې ګلستان به بیا جوړ کړو دې چمن نه
د مینې محبت پاکه فضاء به بیا راځي
آخر به ځي دا توره شپه رڼا به بیا راځي

خلک په رشوت او په خیانت به بیا شرمیږي
د غدر او د غلا نه به بیا هرسړی یریږي
د خپل وطن خدمت فکر او سودا به بیا راځي

آخر به ځي دا توره شپه رڼا به بیا راځي
د صلحې آرامۍ جنت به جوړ کړو دلته بیا
دردمند او د زخمي زړونو مرحم به کړو پیدا
ددې بسمل روحونو مسیحاء به بیا راځي
آخر به ځي دا توره شپه رڼا به بیا راځي

ناراض او مرور ورونه به واچوو پخُلا
پرې به نکړو نور به ددې خپل بدن اعضاء
نه به د دښمن په ډُول ګډا به بیا راځي
آخر به ځي دا توره شپه رڼا به بیا راځي

خوندي به شي هریوحق دبشر او انسانیت دلته
ټینګ به شي قانون د انصاف او عدالت دلته
طاهري یاره زیرې مې په تا به بیا راځي

آخر به ځي دا توره شپه رڼا به بیا راځي