Monday 23 November 2020

 

کله مړ کیږي مینه  ؟  تل پاتې کیږي مینه

پدې دنیا به هر وخت داسې  ځلیږي مینه

زما له خاورو به هم  آواز راځي چې مینه

ګوره  دا ځمکه او آسمان  به هم  وايي چې مینه

هر سړی ګوري چې اوس ژوند ته په مینه، مینه

وخت به راځي چې په مرګ د خلکو راشي مینه

شکرالله طاهر

 

ته لکه باد په هره لاره چې ځي

زه لکه دوړه به تاویږم درنه

د وفا سلی یم لکه هر یو مور ،

شیبه ، شیبه به زه ځاریږم درنه

شکرالله طاهر

Sunday 16 August 2015

وحشت په وحشتونو چاویل چې ځپل کیږي ؟

وحشت په وحشتونو چاویل چې ځپل کیږي ؟
 هغه خو نیک عمل دی چې شیطان پرې رټل کیږي
 نفرت دې نفرتونه به نورهم و زیږوي ډیر
 صدقه د مینې ورکړه چې دښمن پرې خپل کیږي
 هله زرشه تدبیر واخله د حال په بدلولو
شیخ وایې تقدیرونه په دعا هم بدل کیږي
 یوځل خو ورته وایه په اخلاص دې قدم واخلي
 آشنا ګوره هرکار کله په چل او په ول کیږي
 د خلکو په زړونو حکومت په مینه کیږي
 داحق خو نه دی ګرانه چې په زور اخیستل کیږي
 که وژنې طاهري نو په ښه خلق ورته نژدې شه
 پښتون دی په خندا ، خندا  خپله قتل کیږي
شکرالله طاهري

هرابتدا چې وي ځان ته انتها لري بل

هرابتدا چې وي ځان ته انتها لري بل
 خو انتها چې وي هم بیا ابتدا لري بل
 دا زمونږ خلک چې داسې مړه دي د مرګ پسې
 دوې خو ایمان لري چې بیاهم دنیا لري بل
 قضاوت مندو دې دا هیڅکله هیره نه کړي
هرقضاوت چې وي بیاهم یو قضا لري بل
 چې کربلا جوړوي ولې دوې نه پوهیږي
 چې هریو کربلا بیاهم کربلا لري بل
 که اقتدا غلط وي طاهري غلط مه شه
 چې غلط اقنتدا هم بیا اقتدا لري بل
 ش - طاهري

ویجاړې ځمکې هم اخلي نوی ساه

ویجاړې ځمکې هم اخلي نوی ساه
 نوی موسم ته بدلوي رنګ هوا
 کوچي مارغان چې بیرته ځي وطن له
په غم ځپلو زړونو اخلي خندا
 لمر د غمونو هم ډوبیږي هلته
 د خوشحالۍ طلوع چې اخلي رڼا
 د مینې رنګ داسې رنګ دی چې
 د زړه زنګ پرې ځي زړه اخلي ځلا
 که طبیعت اخلې ښکلا د ژوند نه
 ژوند هم اخلي د طبیعت نه ښکلا
 ولې حالاتو نه شي تنګ طاهري
 چې په صبر جوړیږي نوی دنیا


شکرالله طاهري

له درد نه ډکه زړه مې بیاهم دلاسا کړه ورته


له درد نه ډکه زړه مې بیاهم دلاسا کړه ورته
 غمونو سره مې زخمي ځیګر آشنا کړه ورته
 ناراض امیدونه مې پوه کړل په تسل د صبر
 هغه خپه ارمان مې بیا یوځل پخلا کړه ورته

شکرالله طاهري

زوړهم د ځوانه ځنې د ځوانۍ رنګ اخلي

زوړهم د ځوانه ځنې د ځوانۍ رنګ اخلي
 خوند چې په ځوانۍ نوي ژوندهم ترې زنګ اخلي
 زه چې د یار سرې سترګې ګورم نشه کیږمه
 هغه چې یار نه لري ځي دې ځان ته بنګ اخلي
څنګ ته یې چې یار نه وي ګرځي دې لونګ پسې
 یار یې چې تر څنګ وي نو څله به لونګ اخلي
 زور او ځواني خپله یو نشه ده چې زور لري
 زوړ او کم زور دکوم نشې زور په څنګ اخلي
 نور خلک چې نلري زور نو تښتې طاهري
 لکه افغانان نه دي چې په پیسو جنګ اخلي

شکرالله طاهري