Sunday 16 August 2015

وحشت په وحشتونو چاویل چې ځپل کیږي ؟

وحشت په وحشتونو چاویل چې ځپل کیږي ؟
 هغه خو نیک عمل دی چې شیطان پرې رټل کیږي
 نفرت دې نفرتونه به نورهم و زیږوي ډیر
 صدقه د مینې ورکړه چې دښمن پرې خپل کیږي
 هله زرشه تدبیر واخله د حال په بدلولو
شیخ وایې تقدیرونه په دعا هم بدل کیږي
 یوځل خو ورته وایه په اخلاص دې قدم واخلي
 آشنا ګوره هرکار کله په چل او په ول کیږي
 د خلکو په زړونو حکومت په مینه کیږي
 داحق خو نه دی ګرانه چې په زور اخیستل کیږي
 که وژنې طاهري نو په ښه خلق ورته نژدې شه
 پښتون دی په خندا ، خندا  خپله قتل کیږي
شکرالله طاهري

هرابتدا چې وي ځان ته انتها لري بل

هرابتدا چې وي ځان ته انتها لري بل
 خو انتها چې وي هم بیا ابتدا لري بل
 دا زمونږ خلک چې داسې مړه دي د مرګ پسې
 دوې خو ایمان لري چې بیاهم دنیا لري بل
 قضاوت مندو دې دا هیڅکله هیره نه کړي
هرقضاوت چې وي بیاهم یو قضا لري بل
 چې کربلا جوړوي ولې دوې نه پوهیږي
 چې هریو کربلا بیاهم کربلا لري بل
 که اقتدا غلط وي طاهري غلط مه شه
 چې غلط اقنتدا هم بیا اقتدا لري بل
 ش - طاهري

ویجاړې ځمکې هم اخلي نوی ساه

ویجاړې ځمکې هم اخلي نوی ساه
 نوی موسم ته بدلوي رنګ هوا
 کوچي مارغان چې بیرته ځي وطن له
په غم ځپلو زړونو اخلي خندا
 لمر د غمونو هم ډوبیږي هلته
 د خوشحالۍ طلوع چې اخلي رڼا
 د مینې رنګ داسې رنګ دی چې
 د زړه زنګ پرې ځي زړه اخلي ځلا
 که طبیعت اخلې ښکلا د ژوند نه
 ژوند هم اخلي د طبیعت نه ښکلا
 ولې حالاتو نه شي تنګ طاهري
 چې په صبر جوړیږي نوی دنیا


شکرالله طاهري

له درد نه ډکه زړه مې بیاهم دلاسا کړه ورته


له درد نه ډکه زړه مې بیاهم دلاسا کړه ورته
 غمونو سره مې زخمي ځیګر آشنا کړه ورته
 ناراض امیدونه مې پوه کړل په تسل د صبر
 هغه خپه ارمان مې بیا یوځل پخلا کړه ورته

شکرالله طاهري

زوړهم د ځوانه ځنې د ځوانۍ رنګ اخلي

زوړهم د ځوانه ځنې د ځوانۍ رنګ اخلي
 خوند چې په ځوانۍ نوي ژوندهم ترې زنګ اخلي
 زه چې د یار سرې سترګې ګورم نشه کیږمه
 هغه چې یار نه لري ځي دې ځان ته بنګ اخلي
څنګ ته یې چې یار نه وي ګرځي دې لونګ پسې
 یار یې چې تر څنګ وي نو څله به لونګ اخلي
 زور او ځواني خپله یو نشه ده چې زور لري
 زوړ او کم زور دکوم نشې زور په څنګ اخلي
 نور خلک چې نلري زور نو تښتې طاهري
 لکه افغانان نه دي چې په پیسو جنګ اخلي

شکرالله طاهري

زمونږه سترګې خو تل داسې په ژړا پخې دي


زمونږه سترګې خو تل داسې په ژړا پخې دي
 آشنا ته خانده چې همدا دې د خندا ورځې دي
 نرګسي سترګې د نرګس هم بلا ښکلې به وي
 خو له نرګسه هم ډیر ښکلې ماته ستا سترګې دي


 شکرالله طاهري

طبیعت ډک دی له رنګ ،

طبیعت ډک دی له رنګ چې رنګین کمان جوړیږي
 کله بدرنګ او کله هم ښکلی جهان جوړیږي
 د انسانیت درسونه اخلي حیوانان هم دلته
 خو کله ،کله د انسان نه هم  حیوان جوړیږي

شکرالله طاهري

داسې زر مه ځه جانانه لا دا زړه موړشوی نه دی


داسې زر مه ځه جانانه لا دا زړه موړشوی نه دی
 لا یي ګل سپړلی نه دی پرې سپرلی راغلی نه دی

پریده چې نور هم تازه شي ،هوا ښه وږمه، وږمه شي
 دا نظر خو لږ توده شي یو څه وزانګي نشه شي
لا سپوږمی وتلی نه ده ماښام غوړیدلی نه دی
 داسې زر مه جانانه لا دا زړه موړشوی نه دی
 لایې ګل سپړلی نه دي لا سپرلی راغلی نه دی


پریده چې کیسه، کیسه شي ژوند لږ نورهم ښایسته شي
 د شپې د آواز له خونده لږ نورهم دا زړه تازه شي
 پریده چې تیاره ، تیاره شي غماز لا خوب وړی نه دی
 داسې زر مه ځه جانانه لا دا زړه موړشوی نه دی
 لا یي ګل سپړلی نه دی لا سپرلی راغلی نه دی

ګرما ګرمه حوصليو کي تود بدن خو لږ ساړه شي
 ستړی ستړی یو جانانه لږ خو ساه مو په دمه شي
 شفق نه دی غوړیدلی لمرهم نه دی غورځیدلی
 داسې زر مه ځه جانانه لا دا زړه موړشوی نه دی
 لا یي ګل سپړلی نه دی لا سپرلی راغلی نه دی
شکرالله طاهري







در هرزمان ومکان در هرسوو به هرجا است

در هرزمان ومکان در هرسوو به هرجا است
 هرکس که نمې بیند او را قصر نګاه است
 درسینه که میتپد یک نام و یک صدا است
 در قلب تو ای مادر هم تصویر خدا است
 ای چه عظیم نامې که زیب این مقام است
ترا پدر بګویم یا قبله ګاه بجا است
شکرالله صاهري

مخونه سپین او شفاف خو زړونه نور لري دوي

مخونه سپین او شفاف خو زړونه نور لري دوي
 غږیږې ډیر چې ښکلي نیتونه نور لري دوې
 دا ځینې ،ځینې خو خپل مکتب هم نه پیژني
 شعارونه بیل لري خو کارونه نور لري دوې
 د یو توحید بنده ګان د یو مذهب لارویان
د خپل پیرانو په شان رواجونه نور لري دوې
 د زخمي روح ملت تریخ خاطره یو خو نه دی
 د لعنتي جنګ ځنې یادونه نور لري دوې
 د تبعیض زهر د څکلو یو بد عمل خو نه دی
 داسې ډیر بد عمل بد فعلونه نور لري دوې
 طاهري څومره چې دې پوره ارمان وي د زړه
 زړونه مونږ پیژنو ارمانونه نور لري دوې
شکرالله صاهري

ښکلو وږمو نه ډک د ګلو فصله مه راځه زر


ښکلو وږمو نه ډک د ګلو فصله مه راځه زر
 په وینو غرقې قافیلې مو لاتیر شوي نه دي

نوی بهار که د موسم تقاضا هم وي مونږ نه
 تیر پسرلي چې زخمي کړي لا هیر شوي نه دي


 چیرته دې لاړ شي مسافر چیرته دې واړوي ځان
 د بد حواسۍ دا عالم خو هیڅ کوم در نه لري

هره ورځ دلته هرخوا کې یو قیامت جوړیږي
 خو دلته یو د بل نه هیڅوک هم خبر نه لري

زمونږه صبر به یې خاورو سره یو کړي آخر
 پرچا چې زمونږ آه او افغان هیڅ کوم اثر نه لري

پخپله کور کې هم بې خطر اوسیدلۍ نه شي
 څوک چې د خپل در او دیوار له نیت خبر نه لري

ژباړن ش طاهري

د کوم خطا ځنې

د کوم خطا ځنې مې بیا ځان ته خیرا اخیستی
 په کوم ګناه دې رانه بیا دخولې خندا اخیستی؟
 ما اوریدلی وو چې سپین مخي وفا لري ډیر
 ځکه خو مالګه مې زخمونو ته دوا اخیستی
له تا نه ښه دي هغه خلک چې مې خاندي په حال
 ستا دا چوپتیا خو ددې زړه سکون له ما اخیستی
 دا ستا له مخه خو دنیا وو راته ښکلی اشنا
 ته چیرته لاړې چې دنیا نه دې ښکلا اخیستی
 راشه چې رادې وړمه بیا په وچو شونډو موسکا
 له داسې شونډو نه طاهري ډیر دعا اخیستی


ش - طاهري

مبارک دې وي اختر


هره شپه مو شپه د قدر هره ورځ مو وي اختر
 مبارک دې وي اختر
 لیرې اوسي دې غمونه لیرې ودې اوسي شر
 مبارک دې وي اختر
 خوشخالي دې کور په کوروي کامیابې مو په هرلور وي
ددې ګران وطن هرګوټ دې د سپرلۍ په شان سمسور وي
 تل دې ښاد وي او آباد وي افغانان د لراو بر
 مبارک دې وي اختر
لکه اختر مو زندګي شه سوله ، امن مو روزي شه
 هره ورځ مو لکه اختر تل همداسې قیمتي شه
 د ژوند هریوه شیبه مو تل روښان وي لکه لمر
 مبارک دې وي اختر
 لمونځ روژې مو شه قبوله ، ورسزه عبادتونه
 زحمتونو او ربړونو ته مو خدای ورکړي اجرونه
 دا دعا د طاهري ډالۍ قبول کړئ د اختر
 مبارک دې وي اختر

شکرالله طاهري

هر کار ځان له حد لري که نه لري ؟

هر کار ځان له حد لري که نه لري ؟
 ظلم هم سرحد لري که نه لري ؟

ولې به زه نه ژاړم له غمه یې
 زړه دی آخر درد لري که نه لري ؟


 څومره به توئیږي په مکرونو نور
 وینه ده څه بد لري که نه لري؟

ولې دوې نامرده ګذارونه کړي
 دا ګاونډیان مرد لري که نه لري ؟

وایه د نفاق دې تعویض ګرو ته
 ستاسو جادو رد لري که نه لري ؟
شکرالله طاهري

وې چې وفا نه لري چاته بقا نه لري


وې چې وفا نه لري چاته بقا نه لري
 دا ژوند بې باکه څیز دی د چا پروا نه لري
 راځه راځه چې یې بیا د سره پیل کړو سره
 لکه لمونځ دی مینه چې هیڅ قضا نه لري
 دم غنیمت وګڼه په اخلاص واخله ځنې
دا څه چې نن درکوي دا بیا سبا نه لري
 راځه چې ورکړو سره لاس او پخلا شوګرانه
 هغه انسان نه دی چې هیڅ اشتبا نه لري
 هم دا دنیا د دوې دی او هم عقبا ددوې دی
 طاهري دا  شیخان هم هیڅ اشتها نه لري
شکرالله طاهري

اور پاري چې اخلو نغمه ګر ژبې نه کار


اور پاري چې  اخلو نغمه ګر ژبې نه کار
 چپ نو څنګه کینو بیا  د زمانې له ډار
 لږ نور هم که زیاته شوه تیارې څه فرق کوي
 مایوس مونږه نه یو چي به نه راځي سهار
 پاتې یو نظر خو دی زمونږ سره په خوا
دا ژوند به ولې ګورو بیا د بل خلکو په څار
 دا منو چې نه شو جوړوۍ ځمکه ګلزار
 یو څو اغزي به لیرې کړو د خلکو له لار


بھڑکارھےہیں آگ لب نغمہ گرسے ھم : ساحر لدهیانوي - ژباړن شکرالله طاهري

هله خو زه د ژوند قابل شولمه


 هله خو زه د ژوند قابل شولمه
 چې سخته زړه ځان ته قایل شولمه
 دلته مقتول جوړیږي د مجرم نه
 په همدې فکر خو قاتل شولمه
خود به محتاد ګرځمه ستا محفل کې
 ستا دنظره چې غافل شولمه
 دومره مې وخوړه د تیګو باران
 ستاسو کوڅه کې خو کامل شولمه
 څوک به مې څه پیژني ای یارانو
 زه خو اوس ځان ته هم مشکل شولمه
 ژباړن – شکرالله طاهري

ای ننګرهاره زما - شکرالله طاهري

ای ننګرهاره زما همیشه بهاره زما
 له تانه ځار شمه زه د ګلو هاره زما
 څنګه نظر شولې بیا خزان په سر شولې بیا
 دکوم بې رحمه موسم ښکار د شر شولې بیا
 ای د بد رنګو سترګو د سترګو خاره زما
له تانه ځارشمه زه د ګلو هاره زما
 ګلی د تورو وریځو تانه ښکلا نه شي وړی
 داسې ناترسه طوفان تانه خندا نه شي وړی
 د وحشتونو نه پریشان ګلستانه زما
 له تانه ځارشمه زه د ګلو هاره زما
 بیا دې غمونه په کورمیلمانه شوي دي ډیر
 بیا ستا دردونه ګورم چې درانه شوي دي ډیر
 ستا پدې غم بلبل زړه دي ناکراره زما
 له تانه ځار شمه زه د ګلو هاره زما
  - شکرالله طاهري

درد چې په زړه شي

درد چې په زړه شي نو دوا به کوو
 زړه چې درد جوړشي نوڅه بیا به کوو؟
 ماته فریاد هم راځي لیکن
 چې نږدې غوږ ګیله د چا به کوو
ددې بتانو نو د خدای سره څه ؟
 چې توبه، توبه ، ای ، خدا به کوو
 د غم ځنې به هم راځي مسرت
 اول زړه درد سره آشنا به کوو
 که شوخ نظر نه مسرت وړي خلک
 پرده لږ نورجګ د ښکلا به کوو
 ډیر د وفا په قدر دښمني شوه
 لږ د دوستي حق هم ادا به کوو
 مرګ نه راځي هیڅ چیرې هم غالب
 ترڅو افسوس پخپل بقاه به کوو
 شاعر اسدالله خان غالب : ژباړن : شکرالله طاهري

غزل - خمار - شکرالله طاهري





 خمار دې په سترګو انګار ستا په سترګو
 قاتل راته ګواښیږي ای یار ستا په سترګو
 ای شوخ نظرجانانه زه جار شمه له تا نه
 مین دې یم ځاریږم زر بار ستا په سترکو
وژني یاره وژني ستا سرې سترګې خمارې
 د مرګ هریو سامان دی تیار ستا په سترګو
 ماویل چې بیا به کړمه دیدار یې په کراره
 د اور لمبې جګیږي هر وار ستا په سترګو
 زړګي راته ژړیږي په صبر نه پوهیږي
 ترڅو لیدلې نه وي اقرار ستا په سترګو
 خزان دې په ما راشي تالاهرڅه زما شي
 خوتل تروتازه وي بهار ستا په سترګو
 آخر به لیونۍ شي طاهري له دې صبره
 ترڅو به داسې ګوری انکار ستا په سترګو


د شراب سیند یې په سترګو - شکرالله طاهري

د شراب سیند یې په سترګو
 یا کوم خم د می ناب دی
 داسې ټیټ او جګوې یې
 لکه ساه نه دی سیلاب دی
 دا وږمې ، وږمي چې کیږي
اننګي یې د ګلاب دی
 هر نظر ورته دعا کړي
 پدې مخ کې کوم ثواب دی
 لکه حور ډک له شبابه
 یا کوم خوب یا کوم سُراب دی
 هر اداء یې طوفاني ده
 هرنظر یې انقلاب دی
 دا ټپه ده یا غزل دی
 یا د کوم شعر انتخاب دی
 بیا لمبې لدې اور خيژي
 هریو زړه ورته خراب دی
 دا کوم خیال راته ښکاري
 یا د فکر اصطراب دی
 یا خو ښکاري طاهري چې
 دا سپین مخ د کوم کتاب دی
شکرالله طاهري

ځه ته مې پریده - ژباړن - شکرالله طاهري


ځه ته مې پریده بیرته لاړ به شمه
 خو تاته لاره به در ښایمه زه

یو شیبه مخکې خو زه راغلم د وفا له لارې
 شیبه هم کیږي چې پردی شولم یو چا دپاره


 زما زخمونه هم کیدۍ شي چې جوړه شي بیا
 تاته به هم نوی آشنا بیا پیدا کیږي منم
 ستا دا څیره به نوراني شي نورهم
 د بل وجود سره به هم ته آشنا کیږې منم

مګر جانانه ماته دومره خو لږ ووایه چې
 په کومه لاره بیرته لاړ شمه زه ؟
 کوم یو ته به وایمه زه دا د غمونو داستان
 په کومه لاره دې راوستۍ ومه
 په کوم امید دې غورزولی یم اوس
 زه بس همدومره اوریدل غواړمه

که داسې هم درته ممکنه نه وي
 نو دا وجود مې داسې وتړه چې
 په هره غوټه يې زما ملا ماته شي
 چې په دې تلو او تللو ورژیږم

دې غورزیدو نه خو بیا ډیره ښه ده
 چې ددې خاورو سره یو شمه زه
 ځه ته مې پریده بیرته لاړ به شمه
 خو تاته لاره به در ښایمه زه

ژباړن - شکرالله طاهري

د میړنو وطن – ژباړه


    د میړنو وطن دی د غیرتونو امین 
     کله محمود زیږوې کله هم سبګتګین
     خاوره یې ډیر سپیڅلی بچیان یۍ تل ګټي دین
     هر بیابان هر دره هر سحرا يې دلنشین
     ترڅو چې دا جهان وي تل آباد دې اوسې 
    دا د افغان وطن زړه د آسیا زمین
    شاعر : اقبال  – ژباړن ش – طاهري

ژباړن ش – طاهري


سبب د بې رنګه ګلزار که وایم څه به وشي
 څوک دی څومره ګنهګار که وایم څه به وشي
 تاچې هغه خبره نه اوریدل لارې په سر
 همدا خبره سر دار که وایم څه به وشي
 شاعر : ساحر – ژباړن ش – طاهري

غزل - شکرالله طاهري


چې په خیالي نړی کې ژوند کوو مونږ
 د داسې ژوند نه به څه خوند کوو مونږ
 ژوند به مرداره خود تیریږي آشنا
 کارونه داسې که د ګند کوو مونږ
 تیاره به خود خواره وي دې وطن کې
د رڼا هر کړکۍ پرې بند کوو مونږ
 داسې ټولیږو ټول د خپل قوم پر غله
 لکه ځانونه چې پرې سپند کوو مونږ
 ترڅو به ویاړو په تیر شوی تاریخ
 ترڅو په خیالي نړی ژوند کوو مونږ
 داسې بې رنګ، خو ځکه یو طاهري
 د هیڅ رنګ سره چې نه خوند کوو مونږ


شکرالله طاهري

روژه او د يار شونډې - غبدالبصیر سهاک




ستا مذهب جلا، جلا زما مذهب دی 
پيوستون مو بس دامينه يو سبب دی

مينان يو تل په مينه باندې پايو 
وخته تا راته بخښلې دا مکتب دی

د انکار په کاڼو هيڅکله نه ولوو
خو روژه او ديار شونډې هم غضب دی

دخوږو ، خوږو يارانو مينه بويه
چې له بدو مو نيولې خپل جلب دی 
غبدالبصیر سهاک

جنګ - شکرالله طاهري


جنګ کې پیدا په جنګ کې لوی په جنګ مړه کیږو مونږه
جنګ چې د هر چا وي په مینځ کې قربانیږو مونږه 
غیرتي هغه وي په مونږ کې چې ټوپک ګرځوي 
علم او عرفان او په تعلیم باندې شرمیږو مونږه 
مونږ د هر قوم یو غم شریک او د هرغم تیکه دار ...
د هر چا درد د هرچا رنځ په سر کړیږو مونږه
ساده باده یو چې دښمن هم مونږ ته دوست ښکاري 
د هر لیډر په ښه تقریر باندې غولیږو مونږه
ش- طاهري