Sunday 16 August 2015

غزل - خمار - شکرالله طاهري





 خمار دې په سترګو انګار ستا په سترګو
 قاتل راته ګواښیږي ای یار ستا په سترګو
 ای شوخ نظرجانانه زه جار شمه له تا نه
 مین دې یم ځاریږم زر بار ستا په سترکو
وژني یاره وژني ستا سرې سترګې خمارې
 د مرګ هریو سامان دی تیار ستا په سترګو
 ماویل چې بیا به کړمه دیدار یې په کراره
 د اور لمبې جګیږي هر وار ستا په سترګو
 زړګي راته ژړیږي په صبر نه پوهیږي
 ترڅو لیدلې نه وي اقرار ستا په سترګو
 خزان دې په ما راشي تالاهرڅه زما شي
 خوتل تروتازه وي بهار ستا په سترګو
 آخر به لیونۍ شي طاهري له دې صبره
 ترڅو به داسې ګوری انکار ستا په سترګو


No comments:

Post a Comment