Sunday 16 August 2015

غزل - شکرالله طاهري


چې په خیالي نړی کې ژوند کوو مونږ
 د داسې ژوند نه به څه خوند کوو مونږ
 ژوند به مرداره خود تیریږي آشنا
 کارونه داسې که د ګند کوو مونږ
 تیاره به خود خواره وي دې وطن کې
د رڼا هر کړکۍ پرې بند کوو مونږ
 داسې ټولیږو ټول د خپل قوم پر غله
 لکه ځانونه چې پرې سپند کوو مونږ
 ترڅو به ویاړو په تیر شوی تاریخ
 ترڅو په خیالي نړی ژوند کوو مونږ
 داسې بې رنګ، خو ځکه یو طاهري
 د هیڅ رنګ سره چې نه خوند کوو مونږ


شکرالله طاهري

No comments:

Post a Comment