Saturday 10 April 2010

د دنیا لمن

ډک دی د دنیا لمن سراسر جفا ځنې
نکړي د وفاطمع څوک د بې وفا ځنې
غم لاسونه اچوي هرچاپه ګریوان دلته
هیڅوک خلاصیدی نشي داسې په ژړا ځنې
هغه پخوانی مینه نشته په دوستانو کې
څوک دغم خواری امید نلري آشنا ځنې
چیرته څوک ایستلی شي یو نفس آرام دلته
زړه مې ډیر‌‌تورشوی دی نورددې دنیا ځنې
سراومال مې کړی داوله دخپل یار په نوم
نوربه څه څوک طمع کړي ماغوندې ګدا ځنې
هرڅه چې رسیږي بس لیکه د تقدیر ګنم
نه کومه زه ګیله طاهري بل چا ځنې
شکرالله طاهري