Friday 26 March 2010

راځئ چې یونغمه شوٌ

راځئ چې یونغمه شوٌ یوطرزد خپل سازونو کړو

ښکلی فضاء جوړه به په یو رنګ آوازونو کړو
راځئ چې خپل ځان رنګ کړودمینې دیورنګ سره
جوړ به سمندر شو لار به ورک د دریابونو کړو
راځئ چې نور ونه غولیږوهیڅ دکوم دښمن په چال
راځئ چې په رښتیا نور تعبیر د خپل خوبونو کړو
راځئ دا نورې شپې هم د قدر په شپه واړه وو
راځئ چې نورهم ستړی ځان الله ته په سوالونوکړو
راځئ چې د نفرت او د کینې جامونه ماتې کړو
راځئ چې ځان نورمست د محبت په شرابونو کړو
راځه چې نور پریدو (طاهري )دا خواراو زار ژوند
پیدا یو نوی ځای به د آسمان  په شهابونو کړو
شکرالله طاهري





























Monday 15 March 2010

وطن ته

تا د زړه په  وینو لوې  کړم  چې ځلمی یم
اوس په غم  دې که  مړنه شم څه سړی یم
که    دوستانو   ته  دې  ګل یم   د  ګلابو
هر غلیم  ته  دې  په سترګو  کې اغزی یم
که مې دا ځل دښمن وویست ستا  له کوره 
بیا  به  وایم  په  رښتیا  چې زه زمری یم
ته خوشبو یې زما د ژوند اومرګ وطنه
زه پخپل خزان هم خوښ دې په سپرلی یم
 د  ژوندي  قومونو څنګ  ته  په  راوړلو
که  زه مړ هم شم نو تل ترتل  ژوندی یم
د دنیا  طبیبان  څنګه  به  مې  روغ کړي
طاهري هجر یې  ایشتلی  په  زړګی  یم
                          شکرالله طاهري

Monday 8 March 2010

سحرګره

ما چې وه لیدلې آشنا غلې وه
هغه سحرګره ډیره ښکلې وه
بیګاه د څوارلسمی سپوږمې رڼا
مخامخ یې مخ ته شرمیدلې وه
ما که پیژنده دا د ازل کاتب
دا قسمت مې ځان سره تړلې وه
تا که د راتلو خبر راکړی وای
وینه مې د زړه درته شیندلې وه
هغه ډیره ښکلې پیمخه بُدری
زما د یار د حسن پوره وړې وه
ستایو بې روخي نه طاهري یاره
ټوله شپه د ځان سره ژړلې وه
شکرالله طاهري