Friday 25 December 2009

وطن یاد

وطن یاد به دې هیچیرې پرې نږدي په کراره
هرځای له به وږمه درته لیږي دا خپله خاوره 
خوشبومې د وطن دخاورې نشته بل دیار کې
دا ګل نه پیدا کیږي هیڅ دبل وطن ګلزار کې
حرم دباغ خوشبو دی نور خوشبو ورته بې کاره
وطن یاد به دې هیچیرې پرې نږدي په کراره
دهرچا قیمت قدر وي دخپل وطن په درکې
عزت او نوم که غواړي څوک هغه دی وطن سرکې
هرچا ته به کشمیروي خو زماجنت دی یاره
وطن یاد به دې هیچیرې پرې نږدي په کراره
خوشبومې دوطن هروخت ځان خواته راکاږي
هرڅو چې هیرومه یې زړه هومره پسې ژاړي
وطن نوم چې څوک اخلي زړه مې کیږي په دره زاره
وطن یاد به دې هیچیرې پرې نږدي په کراره
شکرالله طاهري)






















مه ویریږه




مه ویریږه د هغی نه د خپل خدای نه چه ویریږي


وه ویریږه د هغې نه د هیچا چه نه ویریږي


لیرې ساته ځان دغم نه تانه لیرې غم به زوړ شي


ځان سره که څوک غم ساتې سړی خپله پرې زړیږي


پام چې ونکړي فریاد د دنیا خلک یې هیڅ ناوري


که یې کړې نو وکړه خدای ته چې دردمندوته رسیږي


کاڼه شوي او ړوند شوي دي زمونږ دا حاکمانو


ځکه خو د خپل ملت ددي احوال نه نه خبریږي


ډیر دې وګټله مال دولت د خوار خلکو په وینو


د حرامو په دولت کله د چا زړګی مړیږي


سرخوپریده دزړګي دوینې رنګ به دې هم سپین شي


که خبرشې له دې درده کوم چه زما په زړه تیریږي


په کلام د طاهري که ددردمندو زړه ډک کیږي


خو قسم دی په لیکلو کې يې خپله هم ژړیږي













مینه رمز دعبادت دی

مخ مې کیدی په لحد کې مخامخ د وطن لورته



چې مې سترګې کتی نه شي دپردیو خاورو ګورته


اتحاد ډیر غټ جوړ شوی چې نابود دې کړي غافله


تا به غوږ نیولی نوی د شیطان دې شورماشور ته


دوحدت لاسونه ورکړی چې بیا جوړشي دخالد فوځ


داوعده ده ټینګ به نه شي ټول جهان بیاستاسوزورته


د نفرت په اور به سوځې ته پخپله که دې بل کړ


یو د مینې ډیوه بل کړه که رڼا غواړی دې کورته


مینه رمز د عبادت دی دنیا ده پیدا د مینې


نفرت اوردی د دوزخ ځانونه ما چوئ دې اورته


ته پخپل لاسو پخپله ورانوې خپل بنیادونه


دنیا خاندي ناپوهي ته دې ته نه ګورې پیغورته


خپل مینځي جنګ یوآفت دی خدای دې ورک کړي له وطنه


طاهري کړي ننواتی لاس نیولی آسمان لورته


شکرالله طاهري










غزل

توریې کړو چې تیز شي نظر نورهم دتیرو سترګو



خدای خبر چې بیا به څومره وژني په چړو سترګو


بیا د زړونو ښکار ته راوتلې د سینګار سره


ګوري راته خاندي خماري آشنا په سرو سترګو


بیا به سوزوي ورته وزرې پتنګان په شوق 


شمع چې بل کړې ده بیا اور پخپل تودو سترکو


داسې به ښکاریږي بې آزاره او آرام خلکو !


څوک دې غلط نشي قاتلانو په دې مړو سترګو


په یو نظر به یوسي د زړګي سکون په غلا درنه


نکړي د امن طمع هوښیار د غلچکو سترګو


وژنې طاهري نن صبا هرڅوک د ټوپک په زور


خو وژني مې آشنا پخپل ملالو غمزدو سترګو


شکرالله طاهري






غزل

کله چې ستا یاد مې ددې خپل خیال په ټالونو وړي



خوب رانه دوصل حسرت بیا په شوګیرونو وړي


وې ما خو توبه کړې وه بیګاه چې نوریې نه څکمه


دا د ازل لیکه مې جامونه په لاسونو وړي


ته خولاړې ورک شوې ګمنامی کې هم ګمنام شولې


یاد دې نه پریدي آرام راځي پخپل باغونو وړي



ډیرمې د دنیا غمونه تیر په صبر صبر کړو


خوستا طوفاني غم طاهري موج کې د دردونو وړی


شکرالله طاهري