Friday 25 December 2009

مینه رمز دعبادت دی

مخ مې کیدی په لحد کې مخامخ د وطن لورته



چې مې سترګې کتی نه شي دپردیو خاورو ګورته


اتحاد ډیر غټ جوړ شوی چې نابود دې کړي غافله


تا به غوږ نیولی نوی د شیطان دې شورماشور ته


دوحدت لاسونه ورکړی چې بیا جوړشي دخالد فوځ


داوعده ده ټینګ به نه شي ټول جهان بیاستاسوزورته


د نفرت په اور به سوځې ته پخپله که دې بل کړ


یو د مینې ډیوه بل کړه که رڼا غواړی دې کورته


مینه رمز د عبادت دی دنیا ده پیدا د مینې


نفرت اوردی د دوزخ ځانونه ما چوئ دې اورته


ته پخپل لاسو پخپله ورانوې خپل بنیادونه


دنیا خاندي ناپوهي ته دې ته نه ګورې پیغورته


خپل مینځي جنګ یوآفت دی خدای دې ورک کړي له وطنه


طاهري کړي ننواتی لاس نیولی آسمان لورته


شکرالله طاهري










No comments:

Post a Comment