Friday 25 December 2009
مه ویریږه
مه ویریږه د هغی نه د خپل خدای نه چه ویریږي
وه ویریږه د هغې نه د هیچا چه نه ویریږي
لیرې ساته ځان دغم نه تانه لیرې غم به زوړ شي
ځان سره که څوک غم ساتې سړی خپله پرې زړیږي
پام چې ونکړي فریاد د دنیا خلک یې هیڅ ناوري
که یې کړې نو وکړه خدای ته چې دردمندوته رسیږي
کاڼه شوي او ړوند شوي دي زمونږ دا حاکمانو
ځکه خو د خپل ملت ددي احوال نه نه خبریږي
ډیر دې وګټله مال دولت د خوار خلکو په وینو
د حرامو په دولت کله د چا زړګی مړیږي
سرخوپریده دزړګي دوینې رنګ به دې هم سپین شي
که خبرشې له دې درده کوم چه زما په زړه تیریږي
په کلام د طاهري که ددردمندو زړه ډک کیږي
خو قسم دی په لیکلو کې يې خپله هم ژړیږي
Subscribe to:
Post Comments (Atom)
No comments:
Post a Comment