Sunday 22 May 2011

غزل - - - شکرالله طاهري

د مینې اور چې بل شي په زړه بیا کله سړیږي
هرڅو چې هیروم یې غم یې مانه نه هیریږي
د یار د وصل خیاله ورځه نور مې زیاتي پریده
چې ستا په دې راتلو مې د زړګي خلش زیاتیږي
همغه افسانې دي را روان را سره خواکې
همغې تور زلفان په شوګیرو مې شپې تیریږي
هر باج او هریو غم مې د دنیا ده تیره کړې
آرام مې مګرنشته چې زړه اوس هم ډیرکړیږي
خپل پردي دې دواړه ژړوي کړوي یو شان
زما ګرانه وطنه ستا په درد څوک نه دردیږي
ترڅومې مینه ستا په زړه انځورجوړکړی نوي
تر هغې طاهري درته په هر غزل ژړیږي










خاطرې - - -- اجمل اند

چا ويل چې ېوازې يم تنها يمه
ته مې چې خواخوږې يې پاچايمه
زړه مې د څو ستړو خاطرو ټولګه
کينه راته ، ټولې درته وايمه
دواړه اوس دمه په دمه لار وهو
ژوند ماته ، زه ژوند ته ور په شا يمه
ولې مې پر مځکه وطن نه درلود
دا به په قيامت کې خدای ته وايمه
ورک ورک د سپين غر کمرې ګورم
نن لکه روان رود وارخطا يمه
اوس يې هیروم خو مې هیريږي نه
ماهسې ويل چې بې پروايمه
خدای مې له مرغيو هم نری کړ زړه
ټوله اوښکه اوښکه يم ژړا يمه
روح مې له کیږديو سره وتاړه
سترګو کې رمې د اوښکو پيايمه
غاړه را، د کلي مازيګره بيا
ستړی يمه، اند يم ، بینوا يمه