Sunday 22 May 2011

خاطرې - - -- اجمل اند

چا ويل چې ېوازې يم تنها يمه
ته مې چې خواخوږې يې پاچايمه
زړه مې د څو ستړو خاطرو ټولګه
کينه راته ، ټولې درته وايمه
دواړه اوس دمه په دمه لار وهو
ژوند ماته ، زه ژوند ته ور په شا يمه
ولې مې پر مځکه وطن نه درلود
دا به په قيامت کې خدای ته وايمه
ورک ورک د سپين غر کمرې ګورم
نن لکه روان رود وارخطا يمه
اوس يې هیروم خو مې هیريږي نه
ماهسې ويل چې بې پروايمه
خدای مې له مرغيو هم نری کړ زړه
ټوله اوښکه اوښکه يم ژړا يمه
روح مې له کیږديو سره وتاړه
سترګو کې رمې د اوښکو پيايمه
غاړه را، د کلي مازيګره بيا
ستړی يمه، اند يم ، بینوا يمه














No comments:

Post a Comment