Sunday 8 April 2012

د شاعر فریاد : شکرالله طاهري

د غم له اوښکو افسانې جوړوم
درد به په زړه د زمانې جوړوم
آواز یم زه د دردمندو زړونو
هر خواته نوي آشیانې جوړوم
که لر او بر لاسونه ورکړۍ سره
بیا د  نیکونو کارنامې جوړوم
دا ځل که راغی سوله زما کورته
دښمن د کور نه ویرانې جوړوم
نفرت په زهر نه جوړیږي مې ورور
ورته د مینې پیمانې جوړوم
طاهرې زه خو د خپل زړه په وینو
هر وخت دنیا ته ترانې جوړوم

نشه : شکرالله طاهري

د یو څو شیبو مستې ده بل څه نه ده
د شراب په شان چې هر نشه په سر شي
دردسر دی هر نشه که ډیر یې وکړې
کړوې به دې ترڅو چې بیا سهر شي
چې هوښیار وي په نشو کې نه غرقیږي
خوکم عقل ترهغې به کړي چې خرشي
دقدرت په نشه چا چې ځان ورک کړی
دفرعون په شان آخر به در په در شي
که د مینې په نشوکې دې ځان مست کړ
د دنیا او عقبا ښه به درله در شي
طاهرې دا هردښمن به درته مات کړم
که افغان ملت نفاق نه لاس په سرشي

ژوند : شکرالله طاهري

چاته خوب  دی چاته خیال چاته هم دا ترانه ده
خو هیڅوک  نه پوهیږي چې د ژوند څه افسانه ده
کله زهرو  نه  ترخه شي کله شاتو  نه خواږه
کله  درد  کله دوا  کله هم  بیا  غم  خانه ده
هریو باسي  یو تصویرد ژوند دفکر له هنداره 
چاته ښکلی چاته هم  ډیره بدرنګه زمانه ده
څوک دغم کاروان یې بولي څوک یې هم خوږه نغمه
ډیراخلاص او ډیر نفرت نه ژوند خپله  دیوانه ده
چاته غټه مصیبت چاته هم دا لوې نعمت دی
دهرچا خپل نظر دی دهرچا بیل آئینه ده
ددې ژوند نه مرګ ښه دی طاهري دا ساحروایې
خلاصوي دې له هرغمه وڅکه ډیر ښه پیمانه ده