Saturday 17 December 2011

غزل

غزل

په بیګناه خلکو   نور مه اچوئ  تورونه 

وژلی  یم  د  خپل  یار د  سترګو  ګُزارونه

ټوټې، ټوټې زخمي ځیګر یم  آشنا  د لاسه

د زړه وینه مې سترګو نه راځي لکه رودونه

ارمان د دیدن وړمه به د ځان سره لحد  ته

نورستړی کړم د نن اوسبا انتظاررونه 

په ژوند یې لاس رانکړو پس له مرګه به یې څه کړم

په  قبر به ایږدی راله ګیډی، ګیډی  ګلونه

هیڅوک نه پاتې کیږی فاني دنیا  ده ځی به

پاتې به الله  وي طاهري او ستا  شعرونه  

                     شکرالله طاهري

 

Friday 14 October 2011

غزل --- شکرالله طاهري

جدا خوهغه وي چې لیرې  دې له  خوا  اوسي
زما  د زړه  په هریو غږ آشنا  ، آشنا   اوسي
 نه مې په خوب  نه  په ویښه ځي له مخه ځنې
د زړه آواز نه هم  چې وځي بیا  مې سآه اوسي
  لیرې خونه دی ماسره ده، زما سره  به وي  تل
که  په  خندا مې نه وي نو زما  په  ژړا  اوسي
هیچا ته ما  نه دي  ویلي  چې   جدا  یې  رانه
هر چاته  وایمه  چې ،  جدا  دې   اداء  اوسي
که ورته ګورې راشه ګوره پکښې ټول مینه ده
زما   د   زړه  آئینه  هرچا  ته   صفا   اوسي
مه ګرځوه یې رانه خدای دپاره پریده،  چې تل
د ژوند تیاره مې ستا د مخ  په  لمر رڼا  اوسي
هیربه دې  نشي طاهري هیره به یې نکړې مینه
په  هرغزل هره  ټپه  کې  چې  دا  ستا  اوسې
 شکرالله طاهري


 

Monday 19 September 2011

رنګ د آزادۍ


د شهیدانو وینه آخر به راوړي رنګ د آزادۍ
د پتنګانو مینه آخر په راوړي رنګ د آزادی
فولاد  په  اور ویلیږي  کاږه  په زور سمیږي 
د   انسانیت   په   ژبه  ظالم     کله  پوهیږي 
د اتلانو  توره  آخر به راوړي رنګ د آزادۍ
جنګ مونږ دجنګ په ضد کړو سوله آخر به خپل کړو
دا اور چې بل دی دخپل سر په قیمت به یې ګُل کړو
د قربانی دا تنده آخر به راوړي رنګ د آزادۍ
نورمو له سویې زړونو ژړیږي ځمکه اوآسمان
ستا د رحمت ای خدایه کله  به  کیږي  باران
د مظلومانو څړیکه آخر به راوړي رنګ د آزادۍ
د ا د آزاد  ژوند  ویاړ  زمونږ  د  زړه  آواز دی 
د نام او ننګ دا میراث زمونږ د ژوند یو راز دی
د اللهُ اکبر  چغه آخر  به راوړي رنګ  د آزادی
شکرالله طاهري

Sunday 22 May 2011

غزل - - - شکرالله طاهري

د مینې اور چې بل شي په زړه بیا کله سړیږي
هرڅو چې هیروم یې غم یې مانه نه هیریږي
د یار د وصل خیاله ورځه نور مې زیاتي پریده
چې ستا په دې راتلو مې د زړګي خلش زیاتیږي
همغه افسانې دي را روان را سره خواکې
همغې تور زلفان په شوګیرو مې شپې تیریږي
هر باج او هریو غم مې د دنیا ده تیره کړې
آرام مې مګرنشته چې زړه اوس هم ډیرکړیږي
خپل پردي دې دواړه ژړوي کړوي یو شان
زما ګرانه وطنه ستا په درد څوک نه دردیږي
ترڅومې مینه ستا په زړه انځورجوړکړی نوي
تر هغې طاهري درته په هر غزل ژړیږي










خاطرې - - -- اجمل اند

چا ويل چې ېوازې يم تنها يمه
ته مې چې خواخوږې يې پاچايمه
زړه مې د څو ستړو خاطرو ټولګه
کينه راته ، ټولې درته وايمه
دواړه اوس دمه په دمه لار وهو
ژوند ماته ، زه ژوند ته ور په شا يمه
ولې مې پر مځکه وطن نه درلود
دا به په قيامت کې خدای ته وايمه
ورک ورک د سپين غر کمرې ګورم
نن لکه روان رود وارخطا يمه
اوس يې هیروم خو مې هیريږي نه
ماهسې ويل چې بې پروايمه
خدای مې له مرغيو هم نری کړ زړه
ټوله اوښکه اوښکه يم ژړا يمه
روح مې له کیږديو سره وتاړه
سترګو کې رمې د اوښکو پيايمه
غاړه را، د کلي مازيګره بيا
ستړی يمه، اند يم ، بینوا يمه














Tuesday 8 February 2011

غزل

غزل
آرام خو راته ځکه دا خپل زړه نه راکوي
چې یار شي مروره بیا نو خوله نه راکوي
داسې چې ټکرې خورم په سمه لارغورځیږم
ساقي د تور سترګو نور غمزه نه راکوي
ایشتلی په زړګي یم د یار هجر جوړ به نشم
طبیبه ستا د وا چې څه فایده نه راکوي
زړه وې راته وایې هرسهارچې نوریې نه څکم
خو عقل بیا ماښام راته توبه نه راکوي
اصلي افغاني مور زیږولی طاهري یې
تندي چې د اغیار درته سجده نه راکوي
شکرالله طاهري