د شهیدانو وینه آخر به راوړي رنګ د آزادۍ
د پتنګانو مینه آخر په راوړي رنګ د آزادی
فولاد په اور ویلیږي کاږه په زور سمیږي
د انسانیت په ژبه ظالم کله پوهیږي
د اتلانو توره آخر به راوړي رنګ د آزادۍ
جنګ مونږ دجنګ په ضد کړو سوله آخر به خپل کړو
دا اور چې بل دی دخپل سر په قیمت به یې ګُل کړو
د قربانی دا تنده آخر به راوړي رنګ د آزادۍ
نورمو له سویې زړونو ژړیږي ځمکه اوآسمان
ستا د رحمت ای خدایه کله به کیږي باران
د مظلومانو څړیکه آخر به راوړي رنګ د آزادۍ
د ا د آزاد ژوند ویاړ زمونږ د زړه آواز دی
د نام او ننګ دا میراث زمونږ د ژوند یو راز دی
د اللهُ اکبر چغه آخر به راوړي رنګ د آزادی
شکرالله طاهري
No comments:
Post a Comment