توریې کړو چې تیز شي نظر نورهم دتیرو سترګو
خدای خبر چې بیا به څومره وژني په چړو سترګو
بیا د زړونو ښکار ته راوتلې د سینګار سره
ګوري راته خاندي خماري آشنا په سرو سترګو
بیا به سوزوي ورته وزرې پتنګان په شوق
شمع چې بل کړې ده بیا اور پخپل تودو سترکو
داسې به ښکاریږي بې آزاره او آرام خلکو !
څوک دې غلط نشي قاتلانو په دې مړو سترګو
په یو نظر به یوسي د زړګي سکون په غلا درنه
نکړي د امن طمع هوښیار د غلچکو سترګو
وژنې طاهري نن صبا هرڅوک د ټوپک په زور
خو وژني مې آشنا پخپل ملالو غمزدو سترګو
شکرالله طاهري
No comments:
Post a Comment