Monday 15 March 2010

وطن ته

تا د زړه په  وینو لوې  کړم  چې ځلمی یم
اوس په غم  دې که  مړنه شم څه سړی یم
که    دوستانو   ته  دې  ګل یم   د  ګلابو
هر غلیم  ته  دې  په سترګو  کې اغزی یم
که مې دا ځل دښمن وویست ستا  له کوره 
بیا  به  وایم  په  رښتیا  چې زه زمری یم
ته خوشبو یې زما د ژوند اومرګ وطنه
زه پخپل خزان هم خوښ دې په سپرلی یم
 د  ژوندي  قومونو څنګ  ته  په  راوړلو
که  زه مړ هم شم نو تل ترتل  ژوندی یم
د دنیا  طبیبان  څنګه  به  مې  روغ کړي
طاهري هجر یې  ایشتلی  په  زړګی  یم
                          شکرالله طاهري

No comments:

Post a Comment