Sunday 16 August 2015

وحشت په وحشتونو چاویل چې ځپل کیږي ؟

وحشت په وحشتونو چاویل چې ځپل کیږي ؟
 هغه خو نیک عمل دی چې شیطان پرې رټل کیږي
 نفرت دې نفرتونه به نورهم و زیږوي ډیر
 صدقه د مینې ورکړه چې دښمن پرې خپل کیږي
 هله زرشه تدبیر واخله د حال په بدلولو
شیخ وایې تقدیرونه په دعا هم بدل کیږي
 یوځل خو ورته وایه په اخلاص دې قدم واخلي
 آشنا ګوره هرکار کله په چل او په ول کیږي
 د خلکو په زړونو حکومت په مینه کیږي
 داحق خو نه دی ګرانه چې په زور اخیستل کیږي
 که وژنې طاهري نو په ښه خلق ورته نژدې شه
 پښتون دی په خندا ، خندا  خپله قتل کیږي
شکرالله طاهري

No comments:

Post a Comment