Sunday 16 August 2015

ځه ته مې پریده - ژباړن - شکرالله طاهري


ځه ته مې پریده بیرته لاړ به شمه
 خو تاته لاره به در ښایمه زه

یو شیبه مخکې خو زه راغلم د وفا له لارې
 شیبه هم کیږي چې پردی شولم یو چا دپاره


 زما زخمونه هم کیدۍ شي چې جوړه شي بیا
 تاته به هم نوی آشنا بیا پیدا کیږي منم
 ستا دا څیره به نوراني شي نورهم
 د بل وجود سره به هم ته آشنا کیږې منم

مګر جانانه ماته دومره خو لږ ووایه چې
 په کومه لاره بیرته لاړ شمه زه ؟
 کوم یو ته به وایمه زه دا د غمونو داستان
 په کومه لاره دې راوستۍ ومه
 په کوم امید دې غورزولی یم اوس
 زه بس همدومره اوریدل غواړمه

که داسې هم درته ممکنه نه وي
 نو دا وجود مې داسې وتړه چې
 په هره غوټه يې زما ملا ماته شي
 چې په دې تلو او تللو ورژیږم

دې غورزیدو نه خو بیا ډیره ښه ده
 چې ددې خاورو سره یو شمه زه
 ځه ته مې پریده بیرته لاړ به شمه
 خو تاته لاره به در ښایمه زه

ژباړن - شکرالله طاهري

No comments:

Post a Comment