Sunday 16 August 2015

د شراب سیند یې په سترګو - شکرالله طاهري

د شراب سیند یې په سترګو
 یا کوم خم د می ناب دی
 داسې ټیټ او جګوې یې
 لکه ساه نه دی سیلاب دی
 دا وږمې ، وږمي چې کیږي
اننګي یې د ګلاب دی
 هر نظر ورته دعا کړي
 پدې مخ کې کوم ثواب دی
 لکه حور ډک له شبابه
 یا کوم خوب یا کوم سُراب دی
 هر اداء یې طوفاني ده
 هرنظر یې انقلاب دی
 دا ټپه ده یا غزل دی
 یا د کوم شعر انتخاب دی
 بیا لمبې لدې اور خيژي
 هریو زړه ورته خراب دی
 دا کوم خیال راته ښکاري
 یا د فکر اصطراب دی
 یا خو ښکاري طاهري چې
 دا سپین مخ د کوم کتاب دی
شکرالله طاهري

No comments:

Post a Comment