Sunday 16 August 2015

هر کار ځان له حد لري که نه لري ؟

هر کار ځان له حد لري که نه لري ؟
 ظلم هم سرحد لري که نه لري ؟

ولې به زه نه ژاړم له غمه یې
 زړه دی آخر درد لري که نه لري ؟


 څومره به توئیږي په مکرونو نور
 وینه ده څه بد لري که نه لري؟

ولې دوې نامرده ګذارونه کړي
 دا ګاونډیان مرد لري که نه لري ؟

وایه د نفاق دې تعویض ګرو ته
 ستاسو جادو رد لري که نه لري ؟
شکرالله طاهري

No comments:

Post a Comment