Sunday 16 August 2015

د کوم خطا ځنې

د کوم خطا ځنې مې بیا ځان ته خیرا اخیستی
 په کوم ګناه دې رانه بیا دخولې خندا اخیستی؟
 ما اوریدلی وو چې سپین مخي وفا لري ډیر
 ځکه خو مالګه مې زخمونو ته دوا اخیستی
له تا نه ښه دي هغه خلک چې مې خاندي په حال
 ستا دا چوپتیا خو ددې زړه سکون له ما اخیستی
 دا ستا له مخه خو دنیا وو راته ښکلی اشنا
 ته چیرته لاړې چې دنیا نه دې ښکلا اخیستی
 راشه چې رادې وړمه بیا په وچو شونډو موسکا
 له داسې شونډو نه طاهري ډیر دعا اخیستی


ش - طاهري

No comments:

Post a Comment