Sunday 16 August 2015

ای ننګرهاره زما - شکرالله طاهري

ای ننګرهاره زما همیشه بهاره زما
 له تانه ځار شمه زه د ګلو هاره زما
 څنګه نظر شولې بیا خزان په سر شولې بیا
 دکوم بې رحمه موسم ښکار د شر شولې بیا
 ای د بد رنګو سترګو د سترګو خاره زما
له تانه ځارشمه زه د ګلو هاره زما
 ګلی د تورو وریځو تانه ښکلا نه شي وړی
 داسې ناترسه طوفان تانه خندا نه شي وړی
 د وحشتونو نه پریشان ګلستانه زما
 له تانه ځارشمه زه د ګلو هاره زما
 بیا دې غمونه په کورمیلمانه شوي دي ډیر
 بیا ستا دردونه ګورم چې درانه شوي دي ډیر
 ستا پدې غم بلبل زړه دي ناکراره زما
 له تانه ځار شمه زه د ګلو هاره زما
  - شکرالله طاهري

No comments:

Post a Comment