په قرباني د شخصي ګټو او د ځان جوړیړي
په یوه ستورې رڼا نه راځي تیاره دنیا کې
په ډیرو ستورو بیا ښکلی روڼ آسمان جوړیږي
یولاس نه نخیژي کوم ټک او نه جوړیږي کوم کار
لاسونه ورکړئ سره یو شئ بیا جهان جوړیږي
هر یو مشکل ته پیدا شویده یو لار د خلاصون
بیماران هم په دوایې د طبیبان جوړیږي
طاهري یاره ما بیګاه ډیر خواږه خوب لیدلی
سوله راځي او زمونږ ګران افغانستان جوړیږي
No comments:
Post a Comment