Saturday 26 September 2009

آخر به ځي دا توره شپه

آخر به ځي دا توره شپه رڼا به بیا راځي
د ښکلی او روښانې ژوند دنیا به بیا راځي
ورک به شي دا ظلم او ستم په مظلومانو
نه به بیا ورانیږي کلۍ کور د غریبانو

لاړ به شي د غم دور د خندا به بیا راځي
آخر به ځي دا توره شپه رڼا به بیا راځي

غریب او بینوا به په بمونو نه مړ کیږي
پاک عصمتونه به نور دلته نه خر څیږي
باران د رحمتونو زمونږ په خوا به بیا راځي
آخر به ځي دا توره شپه رڼا به بیا راځي

د جنګ اودجګړې نه به نور خلک ستړی کیږي
د زوراو د زیاتي قانون به هیڅ نور نه چلیږي
په بد کارونو هرچا ته حیاء به بیا راځي
آخر به ځي دا توره شپه رڼا به بیا راځي

دا کرکه او نفرت به نور ورک کیږي د وطن نه
یو ښکلې ګلستان به بیا جوړ کړو دې چمن نه
د مینې محبت پاکه فضاء به بیا راځي
آخر به ځي دا توره شپه رڼا به بیا راځي

خلک په رشوت او په خیانت به بیا شرمیږي
د غدر او د غلا نه به بیا هرسړی یریږي
د خپل وطن خدمت فکر او سودا به بیا راځي

آخر به ځي دا توره شپه رڼا به بیا راځي
د صلحې آرامۍ جنت به جوړ کړو دلته بیا
دردمند او د زخمي زړونو مرحم به کړو پیدا
ددې بسمل روحونو مسیحاء به بیا راځي
آخر به ځي دا توره شپه رڼا به بیا راځي

ناراض او مرور ورونه به واچوو پخُلا
پرې به نکړو نور به ددې خپل بدن اعضاء
نه به د دښمن په ډُول ګډا به بیا راځي
آخر به ځي دا توره شپه رڼا به بیا راځي

خوندي به شي هریوحق دبشر او انسانیت دلته
ټینګ به شي قانون د انصاف او عدالت دلته
طاهري یاره زیرې مې په تا به بیا راځي

آخر به ځي دا توره شپه رڼا به بیا راځي


No comments:

Post a Comment