Wednesday 29 September 2010

رحمت شاه سائل Rahmatsha Sayel

غزل
چې په خندا ورته د خوږ زړه پرهرونه نشي
چیرې دې هم ستا د ښايست غوټۍ ګلونه نشي
راشه مظلوم زړه مې په يو نظر يوه لمبه کړه
چې په ظالم زړګي دې پاتې ارمانونه نشي
بيا د جنون مستي ځواني غواړي د مستې مينې
بيا چیرته خيال د تورو زلفو ځنځيرونه نشي
په دُعاګانو مې د خوږ زړګي دردونه نه ځي
څو چې ښیرې د شونډو تړم ټکورونه نشي
وړې مې د روح جنازه چیرته د خندا په اوږو
په وينو سره دې ترې شينکي شينکي خالونه نشي
د نظر غشي مې په زړه باندې په پام اوروه
چیرته زخمي پکې دا ستا نازک يادونه نشي
خاموشې شونډې مې لوستې بيدارېدې ويل يې
اورونه مه چیړه لوګي دې پرې فکرونه نشي
ويده دنيا ای د ( سائل ) قلمه مه لړزوه
د فريادي اوښکو مات ستوري تندرونه نشي

غزل
پروت په ګلستان کې په صحرا يمه
تل به ستا د ژوند سندرې وايمه
ستا خرلې زلفې به راټولې کړم
ستا د چاودو شونډو مسيحا يمه
بت مې ستا په زړه کې د شک مات نه کړو
ما که درته ډير ووی چې زه ستا يمه
قهر دې چې اوښکې شي په سترګو کې
زه ليونې ستا ددې ادآ يمه
نغښتې ګمانونه په کې وينمه
نن دې هر نظر ته وارخطا يمه
زه ( سايل ) دې داسي غم اخيستی يم
ګوره چې نن ځانته په خندا يمه


غزل
د ژونـــد ســپـر لې یم په جهان وریږم
د مــیــنــې ګـــل یــم پـــه جـانان وریږم
ستا یو نظر کاته په وس کې نه دي
اوښــکـــې په مخ د خپل ارمان وریږم
چــې پـر ې راځي د یار نازک یلدونه
نــــن بـه پـــه ریـــګ د بــیـابان وریږم
لمبې د مړي د ښايست چرې مه شه
چـــې تـــــل د اور په ګلستان وریږم
زه ســتا( سايل )داسې سا يل نه یمه
لکه چې ستا به په خپل ځان وریږم



اغاز
دوینـــــو رنګ په لمبو څنـــګه ښکاري
تالـــــــه تصویر په ګلاب جــوړ کړم کنه
سترګې دې ډکې شـــــــوې په بله اوړي
کاســـــه راواخــــلم شراب جوړ کړم کنه
شونډې دشور غواړي سندرې غواړي
سنـــدره وایې ،رباب جـــــــــوړ کړم کنه
ګــــونګوجذبو له دې چې ژبـــه ورکړي
ستــا په نوم داسې کتاب جوړ کړم کنه



زما په دواړو اوږو....
زما په دواړو اوږو ناستو پرښتو وليکئ
زما په سر که څه ليکئ نو په پښتو وليکئ
د پاکې مينې ګناه کارو چې منکر پرې نشئ
د رقيبانو الزامونه په تندو وليـــــــــــــکئ
په ښايستونو پسې ورکو لېونو ملګرو
زما په زړه کې د ګل مينه په اغـزو وليکئ
زما په لاسو کې په پښو کې ديوتاګانو د وخت
د زندګۍ نوم د اجل په زولنو ولـــيکئ
د ځنځيرونو خالقانو ـــ د وحشت زامنو
ما په کتار کې د ژوندون د لېونو وليکئ
ای شاعرانو ـــ د قلم په آزادۍ مينو
حال د بلوچو ماشومانو د سلګو وليکئ
د آزادۍ عالمبردارو د نړۍ قامونو
اوس د نړۍ نقشه کې کور د پښتنو وليکئ



غزل
لکه د اوښکې زړه ژور نه لري
داسې موجونه سمندر نه لري
تا به په خپل تصویر کې څوک ځایوي؟
دلته خو څوک داسې هنر نه لري
په څومره خلکو کې تنها وي سړی

چې زړه لري او د زړه سر نه لري
په خوله خو اوس هم خلک مینې کوي
په شونډو پاړ په زړه پرهر نه لري
مازدیګری په زړه د ننه ژاړي
پیغلې منګی لري ګودر نه لري
ستا د خبرو د منطق نه لوګی
وزن بلا لري ، باور نه لري
قیصه زما د مستقبل سائله
چې شپه لري څنګ به سحر نه لري


غزل
لــــکــــه شـــبـــنــم مې لږ د خپل مخ په ګلاب پریږده
مـــــاډوبـــیــــدوتــه ته د رنګو نو په دریاب پر یږ ده
وخــــتـــــه پــــــه ســــرمې د رقیب په شان مه اودریږه
لـــــږمـــــې د یـــــار سره په سوال او په جواب پریږده
د محبت ځــــوانــــي مــــې چل د ستو مانې زده کوي
لــږې دې زلــــفــې پــــــه مخ نورې پیچ و تاب پریږده
هــــر څـــــوکــــــه ورک یـــــوله بــلــه د بیلتون په دښتو
مـــــالـــــه پـه ستر ګو کښې قطره نیمه شراب پریږده
زمـــــونــــــږ حــجرې ا خر حجرې دي جما توته نه دي
نــــــاصــــحـــــــه ګـــــوتـې مې نغمې ته درباب پریږده
په موده پس شو مخامخ وخت مو په لاس کښې نشته
یــــاروې دیـــــدن او کــړه حساب پریږده کتاب پریږده
چـــــه لـــــږې خـــاورې په سر باد کړي لږه ساه واخلي
لـــــږ د کـــــوڅــــــې ته خپل سائل خانه خراب پریږ ده


غزل

لوګی کوي اسويلي اور نه کوي
څه پښتانه دي سوزي شور نه کوي
د ګلالو ښکلي غمژني سترګې
حملې کوي په زړه کې کور نه کوي
زور زورور کوي پردي يې کوي
ياران خو کور کلی په زور نه کوي
مړي دې هسې يې ژوندي مه ګڼی
چې د ژوند غم په ټنګ ټکور نه کوي
لکه هر څوک چې شو قاتل د مينې
چاته هيڅوک د چا پيغور نه کوي
سايله دا په ما او په تا څه وشو ؟
زنځير دې شړنګ بنګړي مې شور نه کوي

غزل
ما درله د ګل جنازه نه راوړه
راغلم خو په لاس کې مې لمبه راوړه
پاڅه خوبولې سترګې پرانیزه
ما درله د ورځ رڼا په شپه راوړه
توان د اودریدو لرې که نه لرې ؟
اوښکو مې تازه یوه قیصه راوړه
تنده مې پرې ستا د زلفو ماته کړه
دا هوا د چرته نه وږمه راوړه ؟
بې د یار له ذکره، فکره بل کمال ؟
روح له مې اسباب د ګناه مه راوړه
څړ یکه د سائل د زړه پرهر اوکړه
زلفې کړه خورې ورې ، ډیوه راوړه

غزل
مادې دحــــــسن په محشر کې پریږده
دلیـــدو تاب مې په نظر کې پریــږده
دبــــــې وسې عمره لوګې شــــم درنه
دزنــــــدګئ نشه مې سر کې پریږده
زړګیـــــــه نن مې دخپل درد په خاطر
یــــــــوې ټپې ته په دې غر کې پریږده
شرنګ دې دلاس دبنګړو غلې مه شه
یوه نغمـــــه ترې په ګودر کـــې پریږده
تـــــه ابــــــادۍ ته ځـــــه اباده اوســــــې
مامې دخپل زړه په کنډر کې پریــږده
سپرلی راتلو والا دی پام مــــرګیـــــــه
سايل يې لږ په شوروشرکــــــې پریــــږده

غزل
ول د اننګو يې ګل شو خور نه شي
نن يې د خندا نه شونډی اور نه شي
وراغی د حسن په لمبوکې خوب
خدايه چيرته ويښ زما په شور نه شي
زه يې احترام د غرور هم کوم
زړه ګټل په ضد نه شي په زور نه شي
خير دې تندرونو ته وريت نظر
وران مې زړه کې ستا د مينې کور نه شي
ستا د تورو غيږو غيږو زلفو بويي
قات په هديره کې د رتښور نه شي
خير دی زه دې خاورې شم ايرې دې شم
ستا دانه وانه اوربل دې سپور نه شي

غزل
یار ورته چل ښود او رقیب راته زنځيرجوړوو
زه دخیبر يه سر وم ناست مایې تصویرجوړوو
زما قلم زما په ګوتو کې ټوټې، ټوټې شو
ځکه چې ما پرې ددې خپل وطن تقدیر جوړوو
زما دجرم دلیل داوو پښتنوملګرو
چې ددې خپلې پښتونخواه نه مې کشمیرجوړوو
که مدرسه دغلامۍ وه نوبس وه به کنه
دازادۍ روڼ حقیقت راته ضمیرجوړوو
مونږترې ډیوو ته دجونګړو رڼاګانې غوښتې
هغوزمونږد پاکووینو نه جاګیرجوړوو
رحمت شاه سائل




























 


































































No comments:

Post a Comment