Monday, 23 November 2020

 

کله مړ کیږي مینه  ؟  تل پاتې کیږي مینه

پدې دنیا به هر وخت داسې  ځلیږي مینه

له ډیر قبرونو  به هم  آواز راځي چې مینه

  دا  ځمکه او آسمان  به هم غږیږي  مینه

هر سړی ګوري به دې ژوند ته په مینه، مینه

وخت به راځي چې په مرګ د خلکو نه ځي مینه

شکرالله طاهر

 

ته لکه باد په هره لاره چې ځي

زه لکه دوړه به تاویږم درنه

د وفا سلی یم لکه هر یو مور ،

شیبه ، شیبه به زه ځاریږم درنه

شکرالله طاهر