Thursday, 21 August 2014

غزل


 ای ژونده زه دې پیژنم لدې کافر ادا نه
 چې اړوې یودم او ناڅاپي مخ د هرچانه
 د وخت د مخ رنګ کله به بدلیږي څوک خبر دی
 د پرون بادشا هم لکه ګدا نن ځي دنیا نه
 د قوم او ملک د ګټو په نوم دین خرڅوي خلک
 ترجیح شو مسلمان ته د دنیا ګټه عقبا نه
 دښمن دې پریدي کله چې اوچت کړې سر دنیا ته
 په دومره دسیسو هم نه پوهیږې ای افغانه
 ترڅو به مونږ په صبر ،صبر ګورو دې آسمان ته
دا کله به خبریږي عرش پاک مو لدې آه نه
 ای کاش طاهري ته دلته پیدا نه وای د سره
 چې نه شو دې زغملۍ دومره ویر ددې دنیا نه

 ش . طاهري

غزل

ښکلو وږمو نه ډک د ګلو فصله مه راځه زر
 په وینو غرقې قافیلې مو لاتیر شوي نه دي

 نوی بهار که د موسم تقاضا هم وي مونږ نه
 تیر پسرلي چې زخمي کړي لا هیر شوي نه دي

 چیرته دې لاړ شي مسافر چیرته دې واړوي ځان
 د بد حواسۍ دا عالم خو هیڅ کوم در نه لري

 هره ورځ دلته هرخوا کې یو قیامت جوړیږي
خو دلته یو د بل نه هیڅوک هم خبر نه لري

 زمونږه صبر به یې خاورو سره یو کړي آخر
 پرچا چې زمونږ آه او افغان هیڅ کوم اثر نه لري

 پخپله کور کې هم بې خطر اوسیدلۍ نه شي
 څوک چې د خپل در او دیوار له نیت خبر نه لري

 ژباړن ش طاهري

غزل


 د کوم خطا ځنې مې بیا ځان ته خیرا اخیستی
 په کوم ګناه دې رانه بیا دخولې خندا اخیستی؟
 چا راته ووېل چې سپین مخي وفا لري ډیر
 ځکه خو مالګه مې زخمونو ته دوا اخیستی
 له تا نه ښه دي هغه خلک چې مې خاندي په حال
 ستا دا چوپتیا خو ددې زړه سکون له ما اخیستی
 دا ستا له مخه خو دنیا وو راته ښکلی اشنا
 ته چیرته لاړې چې دنیا نه دې ښکلا اخیستی
 راشه چې رادې وړمه زه په وچو شونډو موسکا
له داسې شونډو نه طاهري ډیر دعا اخیستی

 ش - طاهري

مبارک دې وي اختر





هره شپه مو شپه د قدر هره ورځ مو وي اختر
 مبارک دې وي اختر
 لیرې اوسي دې غمونه لیرې ودې اوسي شر
 مبارک دې وي اختر
 خوشخالي دې کور په کوروي کامیابې مو په هرلور وي
 ددې ګران وطن هرګوټ دې د سپرلۍ په شان سمسور وي
تل دې ښاد وي او آباد وي افغانان د لراو بر
 مبارک دې وي اختر

 لکه اختر مو زندګي شه سوله ، امن مو روزي شه
 هره ورځ مو لکه اختر تل همداسې قیمتي شه
 د ژوند هریوه شیبه مو تل روښان وي لکه لمر
 مبارک دې وي اختر
 لمونځ روژې مو شه قبوله ، ورسزه عبادتونه
 زحمتونو او ربړونو ته مو خدای ورکړي اجرونه
 دا دعا د طاهري ډالۍ قبول کړئ د اختر
 مبارک دې وي اختر

 شکرالله طاهري

غزل


هر کار ځان له حد لري که نه لري ؟
 ظلم هم سرحد لري که نه لري ؟

 ولې به زه نه ژاړم له غمه یې
 زړه دی آخر درد لري که نه لري ؟

 څومره به توئیږي په مکرونو نور
 وینه ده دا بد لري که نه لري؟

 دومره چې  نامرده ګذارونه کړي
دا ګاونډیان مرد لري که نه لري ؟

 وایه د نفاق دې تعویض ګرو ته
دا جادو هم  رد لري که نه لري ؟

 ش - طاهري

Sunday, 8 April 2012

د شاعر فریاد : شکرالله طاهري

د غم له اوښکو افسانې جوړوم
درد به په زړه د زمانې جوړوم
آواز یم زه د دردمندو زړونو
هر خواته نوي آشیانې جوړوم
که لر او بر لاسونه ورکړۍ سره
بیا د  نیکونو کارنامې جوړوم
دا ځل که راغی سوله زما کورته
دښمن د کور نه ویرانې جوړوم
نفرت په زهر نه جوړیږي مې ورور
ورته د مینې پیمانې جوړوم
طاهرې زه خو د خپل زړه په وینو
هر وخت دنیا ته ترانې جوړوم

نشه : شکرالله طاهري

د یو څو شیبو مستې ده بل څه نه ده
د شراب په شان چې هر نشه په سر شي
دردسر دی هر نشه که ډیر یې وکړې
کړوې به دې ترڅو چې بیا سهر شي
چې هوښیار وي په نشو کې نه غرقیږي
خوکم عقل ترهغې به کړي چې خرشي
دقدرت په نشه چا چې ځان ورک کړی
دفرعون په شان آخر به در په در شي
که د مینې په نشوکې دې ځان مست کړ
د دنیا او عقبا ښه به درله در شي
طاهرې دا هردښمن به درته مات کړم
که افغان ملت نفاق نه لاس په سرشي