Monday, 21 June 2010

طاهر فرهاد

 غزل
هغـه چې داسې سپینه سپینــه اوړي
سړی به خــود ورتــه له دینــــــه اوړي
سپرلیـــــــه ستـــا دا ګلابي رنګــــونه
یواځې دې چــم کې په وینـــــــه اوړي
ستاخـــو زړګۍ له نفرتـــونو ډک دی
زمـــا د زړه لـــه جـــامـــ-ه وینــــه اوړي
تمامــــه ورځ زمــا دخیـــــال پر کنـډو
حسینـــــه راوړي اوحسینــــــــه اوړي
فرهــــــــاده څــه به وایې څـــه بـه کوې
چې لـــه مــــــداره دې شرینــــــه اوړي

**************************
































































Monday, 24 May 2010

طنزونه اونثرونه

د ولیدلوچانس
شاګرد ناوخته ټولګي ته راځي . هره خواته ګوري ترڅو د کیناستلوځای پیدا کړي 
ښوونکی چې یو ویښته یې هم په سر نه وي ،  په ډیرغضب سره دشاګرد نه تپوس کوي چې څه شی لټوې ؟  شاګرد  ځواب ورکوي چې :  د ناستې ځای! ښوونکی په ډیرغوصه ورته وایې چې :  راشه زما په سرکینه !  شاګرد په ځواب کې وایې مننه استاده !هلته خو ډیرخوې دی، ډاریږم که ولویدم نو سربه مې مات شي اوزه به هم ګنجی شم                                                                                               
  ژباړن : شکرالله طاهري
                   
*********************************



                                                                                                 
میړه سره ډیرمینه :
یوسړي دخپل ښځې دبدسلوک څخه ډیر په تنګ راځي،آخر داسې پریکړه کوي چې ځان ووژني. یو ورځ ماښام لمونځ نه پس کله چې خلک بیرته خپلو کورونو ته روانیږي سړي دجومات کوهې ته ټوپ وهي. دیوځوان طالب فکر ورته کیږي او په بیړه سره نور طالبان مرستې ته راغواړي. یوګاونډی هلک هم په منډه منده دسړي ښځې ته خبرورکوي چې میړه دې ځان وواژه. ښځه هم دزهرو بوتل جګوي اوپه خوله یې اړوي ، تردې وخت نور ګاونډیان هم خبریږي ګاونډیان کوشش کوي چې ښځه روغتون ته یوسي، خوښځه نه غواړي چې روغتون ته لاړه شي خلک داسې فکر کوي چې دمیړه سره يې ډیره مینه وه نو ځکه نه غواړي چې دمرګ څخه بچ شي .خو شیبې نه پس ښځه بیا په چغو شي او همدا وایي: مه مې ژغورئ مه مې ژغورئ زه به حتمي ځم ورپسې والله که رانه هلته هم آرام وکړي.
 شکرالله طاهري




******************************************************














Saturday, 10 April 2010

د دنیا لمن

ډک دی د دنیا لمن سراسر جفا ځنې
نکړي د وفاطمع څوک د بې وفا ځنې
غم لاسونه اچوي هرچاپه ګریوان دلته
هیڅوک خلاصیدی نشي داسې په ژړا ځنې
هغه پخوانی مینه نشته په دوستانو کې
څوک دغم خواری امید نلري آشنا ځنې
چیرته څوک ایستلی شي یو نفس آرام دلته
زړه مې ډیر‌‌تورشوی دی نورددې دنیا ځنې
سراومال مې کړی داوله دخپل یار په نوم
نوربه څه څوک طمع کړي ماغوندې ګدا ځنې
هرڅه چې رسیږي بس لیکه د تقدیر ګنم
نه کومه زه ګیله طاهري بل چا ځنې
شکرالله طاهري









Friday, 26 March 2010

راځئ چې یونغمه شوٌ

راځئ چې یونغمه شوٌ یوطرزد خپل سازونو کړو

ښکلی فضاء جوړه به په یو رنګ آوازونو کړو
راځئ چې خپل ځان رنګ کړودمینې دیورنګ سره
جوړ به سمندر شو لار به ورک د دریابونو کړو
راځئ چې نور ونه غولیږوهیڅ دکوم دښمن په چال
راځئ چې په رښتیا نور تعبیر د خپل خوبونو کړو
راځئ دا نورې شپې هم د قدر په شپه واړه وو
راځئ چې نورهم ستړی ځان الله ته په سوالونوکړو
راځئ چې د نفرت او د کینې جامونه ماتې کړو
راځئ چې ځان نورمست د محبت په شرابونو کړو
راځه چې نور پریدو (طاهري )دا خواراو زار ژوند
پیدا یو نوی ځای به د آسمان  په شهابونو کړو
شکرالله طاهري





























Monday, 15 March 2010

وطن ته

تا د زړه په  وینو لوې  کړم  چې ځلمی یم
اوس په غم  دې که  مړنه شم څه سړی یم
که    دوستانو   ته  دې  ګل یم   د  ګلابو
هر غلیم  ته  دې  په سترګو  کې اغزی یم
که مې دا ځل دښمن وویست ستا  له کوره 
بیا  به  وایم  په  رښتیا  چې زه زمری یم
ته خوشبو یې زما د ژوند اومرګ وطنه
زه پخپل خزان هم خوښ دې په سپرلی یم
 د  ژوندي  قومونو څنګ  ته  په  راوړلو
که  زه مړ هم شم نو تل ترتل  ژوندی یم
د دنیا  طبیبان  څنګه  به  مې  روغ کړي
طاهري هجر یې  ایشتلی  په  زړګی  یم
                          شکرالله طاهري

Monday, 8 March 2010

سحرګره

ما چې وه لیدلې آشنا غلې وه
هغه سحرګره ډیره ښکلې وه
بیګاه د څوارلسمی سپوږمې رڼا
مخامخ یې مخ ته شرمیدلې وه
ما که پیژنده دا د ازل کاتب
دا قسمت مې ځان سره تړلې وه
تا که د راتلو خبر راکړی وای
وینه مې د زړه درته شیندلې وه
هغه ډیره ښکلې پیمخه بُدری
زما د یار د حسن پوره وړې وه
ستایو بې روخي نه طاهري یاره
ټوله شپه د ځان سره ژړلې وه
شکرالله طاهري










Sunday, 14 February 2010

دنیا ده ډیره ښکلی

دنیا ده ډیره ښکلی هغه چاته چې بې غم دی
دوزق ورنه جوړیږي درد او غم سره قسم دی
په هرموړکې خپل نیسي ژوند کمزورخلک په جال کې
هر دم او هر ګړی یې زنګوي د درد په ټال کې
غریب سړي ته هسې هم دا ټول دنیا تورتم دی
دنیا ده ډیره ښکلی هغه چاته چې بې غم دی
چې یار درسره نوي نو فردوس دوزق جوړیږي
ظالم وخت به بیا هم درباندې سخت اوګران تیریږي
چې یار دې وي په څنګ نو بیا قسمت دې ترقدم دی
دنیا ده ډیره ښکلی هغه چاته چې بې غم دی
مین زه په وطن یم او محبوب مې هم وطن دی
لیلا زما شرین زما همدا زما چمن دی
د هجر غم یې کله آشنا د یو غر نه کم دی
دنیا ده ډیره ښکلی هغه چاته چې بې غم دی
آشنا طاهري وایې دا ترخه کلام خواږه کړه
د غم غزلې پریده د مزې سندرې زده کړه
خودرد چې ترې جګ نه شي بې مزه هغه قلم دی
دنیا ده ډیره ښکلی هغه چاته چې بې غم دی
شکرالله طاهري