Thursday, 21 August 2014
غزل
هر کار ځان له حد لري که نه لري ؟
ظلم هم سرحد لري که نه لري ؟
ولې به زه نه ژاړم له غمه یې
زړه دی آخر درد لري که نه لري ؟
څومره به توئیږي په مکرونو نور
وینه ده دا بد لري که نه لري؟
دومره چې نامرده ګذارونه کړي
دا ګاونډیان مرد لري که نه لري ؟
وایه د نفاق دې تعویض ګرو ته
دا جادو هم رد لري که نه لري ؟
ش - طاهري
Sunday, 8 April 2012
د شاعر فریاد : شکرالله طاهري
د غم له اوښکو افسانې جوړوم
درد به په زړه د زمانې جوړوم
آواز یم زه د دردمندو زړونو
هر خواته نوي آشیانې جوړوم
که لر او بر لاسونه ورکړۍ سره
بیا د نیکونو کارنامې جوړوم
دا ځل که راغی سوله زما کورته
دښمن د کور نه ویرانې جوړوم
نفرت په زهر نه جوړیږي مې ورور
ورته د مینې پیمانې جوړوم
طاهرې زه خو د خپل زړه په وینو
هر وخت دنیا ته ترانې جوړوم
درد به په زړه د زمانې جوړوم
آواز یم زه د دردمندو زړونو
هر خواته نوي آشیانې جوړوم
که لر او بر لاسونه ورکړۍ سره
بیا د نیکونو کارنامې جوړوم
دا ځل که راغی سوله زما کورته
دښمن د کور نه ویرانې جوړوم
نفرت په زهر نه جوړیږي مې ورور
ورته د مینې پیمانې جوړوم
طاهرې زه خو د خپل زړه په وینو
هر وخت دنیا ته ترانې جوړوم
نشه : شکرالله طاهري
د یو څو شیبو مستې ده بل څه نه ده
د شراب په شان چې هر نشه په سر شي
دردسر دی هر نشه که ډیر یې وکړې
کړوې به دې ترڅو چې بیا سهر شي
چې هوښیار وي په نشو کې نه غرقیږي
خوکم عقل ترهغې به کړي چې خرشي
دقدرت په نشه چا چې ځان ورک کړی
دفرعون په شان آخر به در په در شي
که د مینې په نشوکې دې ځان مست کړ
د دنیا او عقبا ښه به درله در شي
طاهرې دا هردښمن به درته مات کړم
که افغان ملت نفاق نه لاس په سرشي
د شراب په شان چې هر نشه په سر شي
دردسر دی هر نشه که ډیر یې وکړې
کړوې به دې ترڅو چې بیا سهر شي
چې هوښیار وي په نشو کې نه غرقیږي
خوکم عقل ترهغې به کړي چې خرشي
دقدرت په نشه چا چې ځان ورک کړی
دفرعون په شان آخر به در په در شي
که د مینې په نشوکې دې ځان مست کړ
د دنیا او عقبا ښه به درله در شي
طاهرې دا هردښمن به درته مات کړم
که افغان ملت نفاق نه لاس په سرشي
ژوند : شکرالله طاهري
چاته خوب دی چاته خیال چاته هم دا ترانه ده
خو هیڅوک نه پوهیږي چې د ژوند څه افسانه ده
کله زهرو نه ترخه شي کله شاتو نه خواږه
کله درد کله دوا کله هم بیا غم خانه ده
هریو باسي یو تصویرد ژوند دفکر له هنداره
چاته ښکلی چاته هم ډیره بدرنګه زمانه ده
څوک دغم کاروان یې بولي څوک یې هم خوږه نغمه
ډیراخلاص او ډیر نفرت نه ژوند خپله دیوانه ده
چاته غټه مصیبت چاته هم دا لوې نعمت دی
دهرچا خپل نظر دی دهرچا بیل آئینه ده
ددې ژوند نه مرګ ښه دی طاهري دا ساحروایې
خلاصوي دې له هرغمه وڅکه ډیر ښه پیمانه ده
خو هیڅوک نه پوهیږي چې د ژوند څه افسانه ده
کله زهرو نه ترخه شي کله شاتو نه خواږه
کله درد کله دوا کله هم بیا غم خانه ده
هریو باسي یو تصویرد ژوند دفکر له هنداره
چاته ښکلی چاته هم ډیره بدرنګه زمانه ده
څوک دغم کاروان یې بولي څوک یې هم خوږه نغمه
ډیراخلاص او ډیر نفرت نه ژوند خپله دیوانه ده
چاته غټه مصیبت چاته هم دا لوې نعمت دی
دهرچا خپل نظر دی دهرچا بیل آئینه ده
ددې ژوند نه مرګ ښه دی طاهري دا ساحروایې
خلاصوي دې له هرغمه وڅکه ډیر ښه پیمانه ده
Saturday, 17 December 2011
غزل
غزل
په بیګناه خلکو نور مه اچوئ تورونه
وژلی یم د خپل یار د سترګو ګُزارونه
ټوټې، ټوټې زخمي ځیګر یم آشنا د لاسه
د زړه وینه مې سترګو نه راځي لکه رودونه
ارمان د دیدن وړمه به د ځان سره لحد ته
نورستړی کړم د نن اوسبا انتظاررونه
په ژوند یې لاس رانکړو پس له مرګه به یې څه کړم
په قبر به ایږدی راله ګیډی، ګیډی ګلونه
هیڅوک نه پاتې کیږی فاني دنیا ده ځی به
پاتې به الله وي طاهري او ستا شعرونه
شکرالله طاهري
Friday, 14 October 2011
غزل --- شکرالله طاهري
جدا خوهغه وي چې لیرې دې له خوا اوسي
زما د زړه په هریو غږ آشنا ، آشنا اوسي
نه مې په خوب نه په ویښه ځي له مخه ځنې
د زړه آواز نه هم چې وځي بیا مې سآه اوسي
لیرې خونه دی ماسره ده، زما سره به وي تل
که په خندا مې نه وي نو زما په ژړا اوسي
هیچا ته ما نه دي ویلي چې جدا یې رانه
هر چاته وایمه چې ، جدا دې اداء اوسي
که ورته ګورې راشه ګوره پکښې ټول مینه ده
زما د زړه آئینه هرچا ته صفا اوسي
مه ګرځوه یې رانه خدای دپاره پریده، چې تل
د ژوند تیاره مې ستا د مخ په لمر رڼا اوسي
هیربه دې نشي طاهري هیره به یې نکړې مینه
په هرغزل هره ټپه کې چې دا ستا اوسې
شکرالله طاهري
زما د زړه په هریو غږ آشنا ، آشنا اوسي
نه مې په خوب نه په ویښه ځي له مخه ځنې
د زړه آواز نه هم چې وځي بیا مې سآه اوسي
لیرې خونه دی ماسره ده، زما سره به وي تل
که په خندا مې نه وي نو زما په ژړا اوسي
هیچا ته ما نه دي ویلي چې جدا یې رانه
هر چاته وایمه چې ، جدا دې اداء اوسي
که ورته ګورې راشه ګوره پکښې ټول مینه ده
زما د زړه آئینه هرچا ته صفا اوسي
مه ګرځوه یې رانه خدای دپاره پریده، چې تل
د ژوند تیاره مې ستا د مخ په لمر رڼا اوسي
هیربه دې نشي طاهري هیره به یې نکړې مینه
په هرغزل هره ټپه کې چې دا ستا اوسې
شکرالله طاهري
Monday, 19 September 2011
رنګ د آزادۍ
د شهیدانو وینه آخر به راوړي رنګ د آزادۍ
د پتنګانو مینه آخر په راوړي رنګ د آزادی
فولاد په اور ویلیږي کاږه په زور سمیږي
د انسانیت په ژبه ظالم کله پوهیږي
د اتلانو توره آخر به راوړي رنګ د آزادۍ
جنګ مونږ دجنګ په ضد کړو سوله آخر به خپل کړو
دا اور چې بل دی دخپل سر په قیمت به یې ګُل کړو
د قربانی دا تنده آخر به راوړي رنګ د آزادۍ
نورمو له سویې زړونو ژړیږي ځمکه اوآسمان
ستا د رحمت ای خدایه کله به کیږي باران
د مظلومانو څړیکه آخر به راوړي رنګ د آزادۍ
د ا د آزاد ژوند ویاړ زمونږ د زړه آواز دی
د نام او ننګ دا میراث زمونږ د ژوند یو راز دی
د اللهُ اکبر چغه آخر به راوړي رنګ د آزادی
شکرالله طاهري
Subscribe to:
Posts (Atom)