Friday, 22 August 2014

غزل



زوړهم د ځوانه ځنې د ځوانۍ رنګ اخلي
 خوند چې په ځوانۍ نوي ژوندهم ترې زنګ اخلي
 زه چې د یار سرې سترګې ګورم نشه کیږمه
 هغه چې یار نه لري ځي دې ځان ته بنګ اخلي
 څنګ ته یې چې یار نه وي ګرځي دې لونګ پسې
 یار یې چې تر څنګ وي نو څله به لونګ اخلي
 زور او ځواني خپله یو نشه ده چې زور لري
 زوړ او کم زور دکوم نشې زور په څنګ اخلي
 نور خلک چې نلري زور نو تښتې طاهري
 دوې خو افغانان نه دي چې په پیسو جنګ اخلي


ش - طاهري

خرڅیږي ضمیرونه دلته


هرڅه ارزان دی چیرته جګ دي قیمتونه دلته
 په څو سکو باندې خرڅیږي ضمیرونه دلته
 د انسان وینه ،عصمت او عزت دوې خرڅوي
 چاسره نشته نور چې خرڅ کړي غیرتونه دلته
 آخر مذهب ځنې به هم یو ورځ توریږي زړونه
 دومره په نوم یې چې کوي خلک قتلونه دلته
 چې حق ویلوته دوې ګونګ وي آوریدو ته یې کوڼ
 داسې به څنګه نو بدلیږي تقدیرونه دلته
 عالم خو هغه وي چې ښایي ښه عمل دنیا ته
 کنه نو خر هم بیا په شا وړي کتابونه دلته
 دیموکراسې دوې شرمولي په شرونو داسې
 چې خلک ترې اخلي د چوکیو میراثونه دلته

ش -طاهري

Thursday, 21 August 2014

څلوریزه



طبیعت ډک دی له رنګ چې  رنګین کمان جوړیږي
کله بدرنګ  او کله هم  ښکلی جهان جوړیږي
د انسانیت درسونه اخلي حیوانان هم دلته
خو د انسان نه هم کله ،کله حیوان  جوړیږي

ش- طاهري

داسې زر مه ځه جانانه




داسې زر مه ځه جانانه لا دا زړه موړشوی نه دی
 لا یي ګل سپړلی نه دی لا سپرلی راغلی نه دی

 پریده چې نورهم تازه شي هوا ، ښه وږمه، وږمه شي
 دا نظر خو لږ توده شي یو څه وزانګي نشه شي
 لا سپوږمی وتلی نه ده ماښام غوړیدلی نه دی
 داسې زر مه جانانه لا دا زړه موړشوی نه دی
 لایې ګل سپړلی نه دي لا سپرلی راغلی نه دی

 پریده چې کیسه، کیسه شي ژوند لږ نورهم ښایسته شي
د شپې د آواز له خونده لږ نورهم دا زړه تازه شي
 پریده چې تیاره ، تیاره شي غماز لا خوب وړی نه دی
 داسې زر مه ځه جانانه لا دا زړه موړشوی نه دی
 لا یي ګل سپړلی نه دی لا سپرلی راغلی نه دی

 ګرما ګرمه حوصليو کي تود بدن خو لږ ساړه شي
 ستړی ستړی یو جانانه لږ خو ساه مو په دمه شي
 شفق نه دی غوړیدلی لمرهم نه دی غورځیدلی
 داسې زر مه ځه جانانه لا دا زړه موړشوی نه دی
 لا یي ګل سپړلی نه دی لا سپرلی راغلی نه دی

 ش - طاهري


















غزل



مخونه سپین او شفاف خو زړونه نور لري دوي
 غږیږې ډیر چې ښکلي نیتونه نور لري دوې
 دا ځینې ،ځینې خو خپل مکتب هم نه پیژني
 شعارونه بیل لري خو کارونه نور لري دوې
 د یو توحید بنده ګان د یو مذهب لارویان
 د خپل پیرانو په شان رواجونه نور لري دوې
 د زخمي روح ملت تریخ خاطره یو خو نه دی
 د لعنتي جنګ ځنې یادونه نور لري دوې
 د تبعیض زهر د څکلو خراب عمل خو نه دی
 داسې ډیر بد عمل بد فعلونه نور لري دوې
 طاهري څومره چې دې پوره ارمان وي د زړه
 زړونه مونږ پیژنو ارمانونه نور لري دوې

شکرالله طاهري


غزل


 ای ژونده زه دې پیژنم لدې کافر ادا نه
 چې اړوې یودم او ناڅاپي مخ د هرچانه
 د وخت د مخ رنګ کله به بدلیږي څوک خبر دی
 د پرون بادشا هم لکه ګدا نن ځي دنیا نه
 د قوم او ملک د ګټو په نوم دین خرڅوي خلک
 ترجیح شو مسلمان ته د دنیا ګټه عقبا نه
 دښمن دې پریدي کله چې اوچت کړې سر دنیا ته
 په دومره دسیسو هم نه پوهیږې ای افغانه
 ترڅو به مونږ په صبر ،صبر ګورو دې آسمان ته
دا کله به خبریږي عرش پاک مو لدې آه نه
 ای کاش طاهري ته دلته پیدا نه وای د سره
 چې نه شو دې زغملۍ دومره ویر ددې دنیا نه

 ش . طاهري

غزل

ښکلو وږمو نه ډک د ګلو فصله مه راځه زر
 په وینو غرقې قافیلې مو لاتیر شوي نه دي

 نوی بهار که د موسم تقاضا هم وي مونږ نه
 تیر پسرلي چې زخمي کړي لا هیر شوي نه دي

 چیرته دې لاړ شي مسافر چیرته دې واړوي ځان
 د بد حواسۍ دا عالم خو هیڅ کوم در نه لري

 هره ورځ دلته هرخوا کې یو قیامت جوړیږي
خو دلته یو د بل نه هیڅوک هم خبر نه لري

 زمونږه صبر به یې خاورو سره یو کړي آخر
 پرچا چې زمونږ آه او افغان هیڅ کوم اثر نه لري

 پخپله کور کې هم بې خطر اوسیدلۍ نه شي
 څوک چې د خپل در او دیوار له نیت خبر نه لري

 ژباړن ش طاهري