هرڅه ارزان دی چیرته جګ دي قیمتونه دلته
په څو سکو باندې خرڅیږي ضمیرونه دلته
د انسان وینه ،عصمت او عزت دوې خرڅوي
چاسره نشته نور چې خرڅ کړي غیرتونه دلته
آخر مذهب ځنې به هم یو ورځ توریږي زړونه
دومره په نوم یې چې کوي خلک قتلونه دلته
چې حق ویلوته دوې ګونګ وي آوریدو ته یې کوڼ
داسې به څنګه نو بدلیږي تقدیرونه دلته
عالم خو هغه وي چې ښایي ښه عمل دنیا ته
کنه نو خر هم بیا په شا وړي کتابونه دلته
دیموکراسې دوې شرمولي په شرونو داسې
چې خلک ترې اخلي د چوکیو میراثونه دلته
ش -طاهري
No comments:
Post a Comment