ای ژونده زه دې پیژنم لدې کافر ادا نه
چې اړوې یودم او ناڅاپي مخ د هرچانه
د وخت د مخ رنګ کله به بدلیږي څوک خبر دی
د پرون بادشا هم لکه ګدا نن ځي دنیا نه
د قوم او ملک د ګټو په نوم دین خرڅوي خلک
ترجیح شو مسلمان ته د دنیا ګټه عقبا نه
دښمن دې پریدي کله چې اوچت کړې سر دنیا ته
په دومره دسیسو هم نه پوهیږې ای افغانه
ترڅو به مونږ په صبر ،صبر ګورو دې آسمان ته
دا کله به خبریږي عرش پاک مو لدې آه نه
ای کاش طاهري ته دلته پیدا نه وای د سره
چې نه شو دې زغملۍ دومره ویر ددې دنیا نه
ش . طاهري
No comments:
Post a Comment