Friday, 22 August 2014
غزل
جدا خو هغه وي چې لیرې دې له خوا اوسي
زما د زړه په هر یو غږ آشنا ، آشنا اوسي
نه مې په خوب نه په ویښه ځي له مخه ځنې
د زړه آواز نه هم چې وځي بیا مې سآه اوسي
لیرې خونه دی ماسره ده، زما سره به وي تل
که په خندا مې نه وي نو بیا په ژړا اوسي
هیچا ته ما نه دي ویلي چې جدا یې رانه
هر چاته وایمه چې ، جدا دې اداء اوسي
که ورته ګورې راشه ګوره پکښې ټول مینه ده
زما د زړه آئینه هرچا ته صفا اوسي
مه ګرځوه یې رانه خدای دپاره پریده، چې تل
د ژوند تیاره مې ستا د مخ په لمر رڼا اوسي
هیربه دې نشي طاهري هیره به یې نکړې مینه
په هرغزل هره ټپه کې چې دا ستا اوسې
ش- طاهري
غزل
چوپه چوپتیا نن زمزمې وهي بیا
تنهایې هم راته نغمې وهي بیا
هغه خوب وړۍ ارمان ویښه شوله
د زړه هنداره کې چمبې وهي بیا
د نوي ژوند اوسیلې اخلي امید
تازه هوا په زړه غوتې وهي بیا
دچا دعشق طوفان تغیان راوړی
د زړه ساحل ته مې څپې وهي بیا
مینه یې بیا غږ په ټپو راکوي
مست خیالونه ورته پښې وهي بیا
زردشتي یاد یې په زړه اورجوړکړی
حسرتونه پکې لمبې وهي بیا
جنون مات کړي ځنځیرونه دي خپل
د عقل کور کې ذلزلې وهي بیا
لیګلی خط یې د ریبارپه لاس چې
ناامید عشق دې په خیرې وهي بیا
طاهري زړه چې شي دردمند دمینې
کله غزل کله ټپې وهي بیا
ش -طاهري
مینه
ګل د ګلاب نه هم خایسته ده مینه
نرمه ، پسته لکه اوبه ده مینه
شراب به نه وي خو شراب ځنې هم
ډکه له هر یو رنګ نشه ده مینه
چاویل چې اور دی خو زر نه بلیږي
او که بیا بل شي سره لمبه ده مینه
چاویل چې مه کړه هیڅ وفا نه لري
مکر فریب دی دوکه ده مینه
د ښکلوجال دی پکښې ولیږي مین
لکه یو دام دی پټکه ده مینه
قاتل دی مینه قتلوي عاشقان
لکه قصاب غوندې بې زړه ده مینه
سکون به نه لري آرام نه لري
په کوم یوزړه کې چې پرته ده مینه
ظالم دی ډیر آزاروي مظلومان
بس د غمونو خزانه ده مینه
خو مینه وفا او رضا ته وایي
دخدای او د رسول هم زده ده مینه
طاهري ټول عمر وفا څوک نه کړي
خو د وفا نه هم خوږه ده مینه
غزل
مونږ سره هم آشنا ، عجب ، عجب کارونه کیږي
په بند او تړلي ،کوټو مو بارانونه کیږي
پدې وینا به نور یواځې لیونیان غولیږي
دچا چې بدوي خپل نصیب نو پرې ظلمونه کیږي
آزار د زړونو آشنا کار د غریبانو نه وي
خو په هر لوبه دلته پرې زمونږ سرونه کیږي
چیرته چې ځو چیرې چې اوسو ګواښیږو په مرګ
زمونږ په هرکلی او کور چې بمبارونه کیږي
دا هم دځان سره چې وړې نوڅنګه ژوند به وکړو...
ستا په یادونو خو زمونږ تسل د زړونو کیږي
دچا په سترګو اوښکې داسې به ټولیږي ساجد
دلته چې هروخت زمونږ د بربادی یادونه کیږي
شاعر ساجد ژباړن - طاهري
غزل
زوړهم د ځوانه ځنې د ځوانۍ رنګ اخلي
خوند چې په ځوانۍ نوي ژوندهم ترې زنګ اخلي
زه چې د یار سرې سترګې ګورم نشه کیږمه
هغه چې یار نه لري ځي دې ځان ته بنګ اخلي
څنګ ته یې چې یار نه وي ګرځي دې لونګ پسې
یار یې چې تر څنګ وي نو څله به لونګ اخلي
زور او ځواني خپله یو نشه ده چې زور لري
زوړ او کم زور دکوم نشې زور په څنګ اخلي
نور خلک چې نلري زور نو تښتې طاهري
دوې خو افغانان نه دي چې په پیسو جنګ اخلي
ش - طاهري
خرڅیږي ضمیرونه دلته
هرڅه ارزان دی چیرته جګ دي قیمتونه دلته
په څو سکو باندې خرڅیږي ضمیرونه دلته
د انسان وینه ،عصمت او عزت دوې خرڅوي
چاسره نشته نور چې خرڅ کړي غیرتونه دلته
آخر مذهب ځنې به هم یو ورځ توریږي زړونه
دومره په نوم یې چې کوي خلک قتلونه دلته
چې حق ویلوته دوې ګونګ وي آوریدو ته یې کوڼ
داسې به څنګه نو بدلیږي تقدیرونه دلته
عالم خو هغه وي چې ښایي ښه عمل دنیا ته
کنه نو خر هم بیا په شا وړي کتابونه دلته
دیموکراسې دوې شرمولي په شرونو داسې
چې خلک ترې اخلي د چوکیو میراثونه دلته
ش -طاهري
Thursday, 21 August 2014
څلوریزه
طبیعت ډک دی له رنګ چې رنګین کمان جوړیږي
کله بدرنګ او کله هم ښکلی جهان جوړیږي
د انسانیت درسونه اخلي حیوانان هم دلته
خو د انسان نه هم کله ،کله حیوان جوړیږي
ش- طاهري
Subscribe to:
Posts (Atom)