Friday, 22 August 2014
اوس په غم دې که مړنه شم څه سړی یم
تا د زړه په وینو لوې کړم چې ځلمی یم
اوس په غم دې که مړنه شم څه سړی یم
که دوستانو ته دې ګل یم د ګلابو
هر غلیم ته دې په سترګو کې اغزی یم
که مې دا ځل دښمن وویست ستا له کوره
بیا به وایم په رښتیا چې زه زمری یم
ته خوشبو د ابدې ژوند یې ای ګله
زه پخپل خزان هم خوښ دې په سپرلی یم
د ژوندي قومونو څنګ ته چې رانشي
تر هغې به زه نه وایم چې ژوندی یم
د دنیا طبیبان څنګه به مې روغ کړي
طاهري هجر یې ایشتلی په زړګی یم
شکرالله طاهري
چې په هیڅ ځای هم نه دریږي خو هوا ښکاري
په زړه مې اوسي خو په سترګوبیا جدا ښکارې
یواځې مانه څه چې ځان نه هم خفا ښکارې
نه چاته ګوري نه د چا پروا وي ور سره
چې په هیڅ ځای هم نه دریږي خو هوا ښکاري
د چا چې مخ ته نه جګیږي نه ټیټیږي سترګې
کوم فرشته راته د شرم ا و د حیا ښکاري
طاهري یاد یې چې په زړه او خیال یې په نظر
داسې چې تل راسره ګرځي خو زما ښکاري
شکرالله طاهري
اوښکې چې نه وځي پر مخ مې خو حیا ورځي
اوښکې چې نه وځي پر مخ مې خو حیا ورځي
ګنې ماشوم هم چې پیدا شي نو ژړا ورځي
د ژړا ډير خبرې دي خو دوی پرې نه کړي ژړا
چې د خندا هم نه وي بیا دوې له خندا ورځي
د سیاست نه هم بس هغه ډمګري جوړه شوه
اوس لیډرانو ته هم هر رنګه ګډا ورځي
زړه کې مې اوسي خوتپوس مې هیڅ دحاله نکړي
ښکلو ته هم د تغافل هر رنګ آداء ورځي
طاهري دومره دردولی یو ګردش د حالات
چې د خندا په خبر هم مونږ ته ژړا ورځي
غزل : شکرالله طاهري
د ژوند څه افسانه ده
چاته خوب دی چاته خیال چاته هم دا ترانه ده
خو هیڅوک نه پوهیږي چې د ژوند څه افسانه ده
کله زهرو نه ترخه شي کله شاتو نه خواږه
کله درد کله دوا کله هم بیا غم خانه ده
هریو باسي یو تصویر د ژوند د فکر له هنداره
چاته ښکلی چاته هم ډیره بدرنګه زمانه ده
څوک دغم کاروان یې بولي څوک یې هم خوږه نغمه
ډیراخلاص او ډیر نفرت نه هم ژوند خپله دیوانه ده
چاته غټه مصیبت چاته هم دا لوې نعمت دی
دهرچا خپل نظر دی دهرچا بیل آئینه ده
ددې ژوند نه مرګ ښه دی طاهري دا ساحروایې
خلاصوي دې له هرغمه وڅکه ډیر ښه پیمانه ده
شکرالله طاهري
سترګې مه توروه پرې یې ده خمارې
سترګې مه توروه پرې یې ده خمارې
تورزلفان پرمخ خورې که تار په تارې
راشه راکه لاس دمینې سفر لنډ کړه
انتظار به دې ترڅو کړمه د لارې
رقیبان که دې په سر شیندې ګلونه
دزړه وینه به دې وشیندم په لارې
طاهري یو د آشنا غم خو مې ندی
د دنیا غمونه ډیر دي بې شمارې
ش - طاهري
زه د هغه قوم بچۍ یم چې اختر نه لري
خوشحالي څه ته وایي دوې ترې خبر نه لري
زه د هغه قوم بچۍ یم چې اختر نه لري
د سرسړي لري ډیر خوڅوک پرې نه ټولیږي
غم د پرېدي خوري دوې پخپلو نظر نه لري
زه د هغه قوم بچۍ یم چې اختر نه لري
هغه چې سوځي داسې د خپل نفرت په اور کې
مینه هیڅ نه پیژني ، هغه دلبر نه لري
زه د هغه قوم بچۍ یم چې اختر نه لري
دهریو دین اومذهب مطلب په سوله ژوند دی
دخدای په هیڅ کتاب کې ځای شور او شر نه لري
زه د هغه قوم بچۍ یم چې اختر نه لري
یو څو ښکلې لفظونه ترې کربان که طاهري
مینه همدې ته وایي کوم بل هنر نه لري
زه د هغه قوم بچۍ یم چې اختر نه لري
ش- طاهري
هرابتدا چې وي ځان ته انتها لري بل
هرابتدا چې وي ځان ته انتها لري بل
خو انتها چې وي هم بیا ابتدا لري بل
دا زمونږ خلک چې داسې مړه دي د مرګ پسې
دوې خو ایمان لري چې بیاهم دنیا لري بل
قضاوت مندو دې دا هیڅکله هیره نه کړي
هرقضاوت چې وي بیاهم یو قضا لري بل
چې کربلا جوړوي ولې دوې نه پوهیږي
چې هریو کربلا بیاهم کربلا لري بل
که اقتدا غلط وي طاهري غلط مه شه
چې غلط اقنتدا هم بیا اقتدا لري بل
ش - طاهري
Subscribe to:
Posts (Atom)