Sunday 24 January 2010

ژوند




کله راته خاندي کله ژاړي دغه ژوند
رنګ بدلوي هروخت داسې ښکاري دغه ژوند
کله ډیر بدرنګ شي کله جوړشي خاپیری
کله مینه کله نفرت راوړي دغه ژوند
پریده چه آزاد شمه نوربی وفا د قید ځنې 
نوربه څومره غم ګنې به شماري دغه ژوند
لاړو ځیګرخون یې کړمه نور د انتظارځنې
 څومره دزړه صبررانه غواړي دغه ژوند
ای د نامرادو کم بخت اجله چیرته یې
شپه او ورځ بس تا پسې مې ژاړي دغه ژوند
څیرې ګریوان ګرځم سرببره طاهري
دې نه به بل کوم رسوایي راوړي دغه ژوند
(شکرالله طاهري )


















No comments:

Post a Comment