Sunday 24 January 2010

هرچیرې

هرچیرې چې وړي ظالم قسمت ورسره ځمه زه
چیرته چې راځي ساحل کشتی به پارومه زه
موج دې د غمونو که بیا راغی او بیتابه کړم
سیند به یو د اوښکو د سیلاب نه جوړومه زه
اوردمینې زړه اوځیګر دواړه زخمي کړي دي
د نوي نور زخمونو احوال بیا به در لیږمه زه
څوپورې چې رانکړی دمینې خیرات خوږ آشنا
داسې پخپل غاړه یو کچکول به ګرځومه زه
ستا په مخ بیا ښکاري راته ستورې د رڼا او بخت
یو ځل بیا ددې قسمت طالع به جنګومه زه
کله به رسیږي طاهري په کام د زړه یا رب
څو پورې په ټال د خیال آرزو به زنګومه زه
شکرالله طاهري


No comments:

Post a Comment