Friday, 14 October 2011

غزل --- شکرالله طاهري

جدا خوهغه وي چې لیرې  دې له  خوا  اوسي
زما  د زړه  په هریو غږ آشنا  ، آشنا   اوسي
 نه مې په خوب  نه  په ویښه ځي له مخه ځنې
د زړه آواز نه هم  چې وځي بیا  مې سآه اوسي
  لیرې خونه دی ماسره ده، زما سره  به وي  تل
که  په  خندا مې نه وي نو زما  په  ژړا  اوسي
هیچا ته ما  نه دي  ویلي  چې   جدا  یې  رانه
هر چاته  وایمه  چې ،  جدا  دې   اداء  اوسي
که ورته ګورې راشه ګوره پکښې ټول مینه ده
زما   د   زړه  آئینه  هرچا  ته   صفا   اوسي
مه ګرځوه یې رانه خدای دپاره پریده،  چې تل
د ژوند تیاره مې ستا د مخ  په  لمر رڼا  اوسي
هیربه دې  نشي طاهري هیره به یې نکړې مینه
په  هرغزل هره  ټپه  کې  چې  دا  ستا  اوسې
 شکرالله طاهري


 

Monday, 19 September 2011

رنګ د آزادۍ


د شهیدانو وینه آخر به راوړي رنګ د آزادۍ
د پتنګانو مینه آخر په راوړي رنګ د آزادی
فولاد  په  اور ویلیږي  کاږه  په زور سمیږي 
د   انسانیت   په   ژبه  ظالم     کله  پوهیږي 
د اتلانو  توره  آخر به راوړي رنګ د آزادۍ
جنګ مونږ دجنګ په ضد کړو سوله آخر به خپل کړو
دا اور چې بل دی دخپل سر په قیمت به یې ګُل کړو
د قربانی دا تنده آخر به راوړي رنګ د آزادۍ
نورمو له سویې زړونو ژړیږي ځمکه اوآسمان
ستا د رحمت ای خدایه کله  به  کیږي  باران
د مظلومانو څړیکه آخر به راوړي رنګ د آزادۍ
د ا د آزاد  ژوند  ویاړ  زمونږ  د  زړه  آواز دی 
د نام او ننګ دا میراث زمونږ د ژوند یو راز دی
د اللهُ اکبر  چغه آخر  به راوړي رنګ  د آزادی
شکرالله طاهري

Sunday, 22 May 2011

غزل - - - شکرالله طاهري

د مینې اور چې بل شي په زړه بیا کله سړیږي
هرڅو چې هیروم یې غم یې مانه نه هیریږي
د یار د وصل خیاله ورځه نور مې زیاتي پریده
چې ستا په دې راتلو مې د زړګي خلش زیاتیږي
همغه افسانې دي را روان را سره خواکې
همغې تور زلفان په شوګیرو مې شپې تیریږي
هر باج او هریو غم مې د دنیا ده تیره کړې
آرام مې مګرنشته چې زړه اوس هم ډیرکړیږي
خپل پردي دې دواړه ژړوي کړوي یو شان
زما ګرانه وطنه ستا په درد څوک نه دردیږي
ترڅومې مینه ستا په زړه انځورجوړکړی نوي
تر هغې طاهري درته په هر غزل ژړیږي










خاطرې - - -- اجمل اند

چا ويل چې ېوازې يم تنها يمه
ته مې چې خواخوږې يې پاچايمه
زړه مې د څو ستړو خاطرو ټولګه
کينه راته ، ټولې درته وايمه
دواړه اوس دمه په دمه لار وهو
ژوند ماته ، زه ژوند ته ور په شا يمه
ولې مې پر مځکه وطن نه درلود
دا به په قيامت کې خدای ته وايمه
ورک ورک د سپين غر کمرې ګورم
نن لکه روان رود وارخطا يمه
اوس يې هیروم خو مې هیريږي نه
ماهسې ويل چې بې پروايمه
خدای مې له مرغيو هم نری کړ زړه
ټوله اوښکه اوښکه يم ژړا يمه
روح مې له کیږديو سره وتاړه
سترګو کې رمې د اوښکو پيايمه
غاړه را، د کلي مازيګره بيا
ستړی يمه، اند يم ، بینوا يمه














Tuesday, 8 February 2011

غزل

غزل
آرام خو راته ځکه دا خپل زړه نه راکوي
چې یار شي مروره بیا نو خوله نه راکوي
داسې چې ټکرې خورم په سمه لارغورځیږم
ساقي د تور سترګو نور غمزه نه راکوي
ایشتلی په زړګي یم د یار هجر جوړ به نشم
طبیبه ستا د وا چې څه فایده نه راکوي
زړه وې راته وایې هرسهارچې نوریې نه څکم
خو عقل بیا ماښام راته توبه نه راکوي
اصلي افغاني مور زیږولی طاهري یې
تندي چې د اغیار درته سجده نه راکوي
شکرالله طاهري


















Sunday, 12 December 2010

ریاض تنسیم Reyaz Tanseem

غزل
دابه منـــې چـې دروغ هــــم څـــه پــه کـمال وايو
چاکري هم کـــړواوشعـــرونه دخـــوشحــال وايو
داسې خامــوشه سوزېــــده هم مـــزه خپــــله لري
کــوم کــوم سړي ته به د مـــاتوزړګــــوحال وايو
ښه مطمــئن يـــو،چې په خپله ګناه ښـــــه خـبريو
نه دېــوال َورګڼـــــو اونــه ورتــــه دېــــوال وايو
لارې ګـــواه درنتهنـــــبورنه ترﻻهـــــوره پورې
خپلې ســـندرې دزنځــــيرپۀ سُــــر اؤ تــال وايو
خو شــــاباسى راله دعشــــق د مـــزدورۍ راکوه
مونږ ځــــان ته کلــــه بې بها اؤبې مثــــال وايو
دهغه حُسن په غــرورکښې هيــــڅ کمى نه راځي
مونـږکه هرڅـــومره داســـــتانونه دزوال وايـــو
خله مودې ماته شى،که هغه ورځ په مونږه راغله
چې دتيـــارو ســــپر ســــاﻻر ته به مشــــال وايو
«تسنيمه»! بڼ دشـــاعرۍ شــــولوله شـوره خالي
اوس په دې دورکې به چــاته خـــوش مقــال وايو

***************************


خوشـــالي ده څــــومــــره کمـه
دنیـــــــــا ډکـــــــه لـه المـــــــه
ای زمـــا دســــــترګـــــو نمـــه
خود سوزي کـــړي لکـه شمــع
تــږې راغلــــــم له زمـــــزمــه
سرې سکروټې مې سینــــه کې
بیـــا لــه غیرو د خـــــیر طمع؟
چې دې خپــــل ناشــوني کاندي
آفــــــرین شـــــه خـپــله دمــــه
تــردې دمــــه راســــــــــره یې
خلـق خــــوب کـــوي بې غــمه
خـــوب خــو ستا او زما نشـــته
په پـــردو کې لــــه عــــالمـــــه
بې پردې مو عمـــــر تېر کړه
کوم ځــــای پاتې له مـــــاتمـــه
تـور څـــــادر دی چې رپیــږي
طمــــع او لــــه دې عــــالمــه؟
خـــــــو رایــاده کـــــربلا کــړه
هۍ تــــــوبه یې لـه کــــــرمـــه
هـۍ تـــــوبه یې د نیــــــکۍ نـه
لـــه عــــــــربه تــر عجـــــــمه
یو ښـــامار دی وینـــــه وڅښي
تیــــــاره زیــــاته وي نه کـمــه
شپه په هرصورت کې شپه وي
پیــچ درپیــــچ،خــمه درخمــــه
لارې ســـــتا د زلـــفــــو لارې
د عشـــــــق لار ده محــــترمــه
بس دا یــــــو حقــــیقت پـــاتــې
د «تســنـــیم» د لاس قــلمــــــه
د خـــــوشحــال برکت غـــواړه




***************************
بيا د زړه يـو آرزو وږمـــه ، وږمـه ده
لکه پیــغله د ځــوانۍ په خـوب وده ده
ترخه ځکه ده چې عمـــريې ډېرکم دى
خوږه ځکه ده چې ستا دخولې وعده ده
حال مو يوبل ته د کـوم قيامت ونه وې
زه يم او يــــوه خـــامـــوشه دريچــه ده
د انسـان د زړه ســـکون پکې عنقا دى
درمسال دى، که ګرجــاده ،که کعبه ده
انسـانان پکې د ګوتو په شمــېر اوسي
تش په نوم خــو ډېره لويــــه ښاريه ده
خوداکلى سم دمرګ په خـوب ويده دى
ګنې مـــونــږ وهلــې هـــره دروازه ده
حادثـو «تسنيمه» ! څه لوبې ونه کړې
خـوپه خولې موهم هغه دژوند نغمـه ده


***************************
د زنځــــير کړۍ ، کړۍ مې هـــر ارمــــان شو
لويه خـــــدايه ! دا خپــــل کور راته زنـدان شو
يو د خـــــاورو کنــــډولى ذرې ، ذرې پـــروت
دابې صــــبره زړۀ پــه مـا بانـــدې تــــاوان شو
نه چا ګوتې پرې کړې،نه يې څوک تپوس کړي
ستا يــــوسف څــــومره په مصر کې ارزان شو
يو کنـــډر يې لــــوى ثبـــــوت د بـــربــادۍ دى
دوبـــاره که داښــــار هـــر څـــــومره ودان شو
لمـرهم ځــــان د تورې شپې کفـــن کې ونغښت
يو ناکامــــه ســـــړى هـــم کــــور ته روان شو
عشـــق د وصل مرحــــلو کې يو ګـــران کار و
چې د هجـــــر مرحــله راغـــــله اســـــان شــو
خلک وايي چې په ګل هـــــم ته ويشـــــتل کړې
يوزمــونـږ په زړه کې خـــــاورې دا ارمان شو
يوې پېغــلې په زيــارت شــــکرانه کېښـــــوه
يـــــو لالــــى د لـــرې ملک نـه راروان شـــــو
يو زرګـــر ورته نيـــم ، نيـــم نۀ پـــاتې کېږي
يو بــدن د ســـــــرو او سپيـــنو زرو کان شـــو
خلکه ! کـــډې ګرځــــــول زمــــا نه زده کـړئ
چې مې زوړ پاس په اوږو د کـور اســـمان شو
چې د ســـترګو کچــــکولونه يې نســـکور کړل
يو ملنــــګ په ملنــګۍ کــې شـــــاه جهـــان شو
يو رحمـــان ، په ســړه بڼ کې ګل پــاشي کــړه
يو «تسنيم» ، په کــــراچۍ کې غـزل خوان شو

***************************

Saturday, 30 October 2010

تواب ترابي Tawab Turabi


غزل
نشته پروا کۀ فاصله کښې اوسي
لکۀ دَ وينې مې پۀ زړۀ کښې اوسي
ماته مه وايئ چې پۀ غرونو سر شوے
څۀ اوکړم يار زما پۀ غره کښې اوسي
دَ ژوند مزې دې زما نشي نصيب
خو بس اشنا دې پۀ مزه کښې اوسي
هيڅ دَ مغرب هوا ئې چیړلے نۀ شي
چې پښتنه وي پۀ پرده کښې اوسي
ستا پۀ شان مينه مې پۀ چا ماتیږي
راسره ډېر خلق دېره کښې اوسي
يقين مې نشته چې بۀ خپل ئې کړمه
زما اشنا چې پۀ بنګله کښې اوسي
تواب ئې وشتے دے پۀ کاڼو مدام
څومره ښه خلق ستا کوڅه کښې اوسي
________________



غزل
نۀ ښکاري انسان ورته انسان خیر دی
 بيا هم نۀ پرېږدم در دَ جانان خیر دی
تا خفګان له کله ورکولی شم
قتل بۀ اوکړم دَ خپل آرمان خیر دی
ماته دَ مجنون ، فرهاد قصې مه کړئ
 څومره کۀ راورسي تاوان خیر دی
ووم آباد برباد کړم اعتماد مدام
هر څنګ کۀ وي تیر بۀ شي دوران خیر دی
قدر ئې زما زړۀ کښې کمیږي نۀ
اوسم کۀ بهر دَ پاکستان خیر دی
نۀ شی نااميد توابه سختو ته
رابه شي بهار کۀ دے خزان خیر دی


________________


بې ضميره
اور ئې کړلو بل په وطن
خوا ئې پرې يخيږي نۀ
دا خلق شرميږي نۀ
دا خلق پوهيږي نۀ
دا دَ خوشحالو وطن
دا وو دَ خوږو وطن
دا دَ ننګيالو وطن
ځان به پرې تالا کړي دا وطن بيا آباديږي نۀ
دا خلق شرميږي نۀ ، دا خلق پوهيږي نۀ
څوک شو يتيمان پکښې
ډېر شو معزوران پکښې
سوال کوي خواران پکښې
ډېر پکښې پوره شو بيائې هم خيټه ډکيږي نۀ
دا خلق شرميږي نۀ ، دا خلق پوهيږي نۀ
خرڅ ئې خپل ايمان کړلو
ښۀ پوره ئې ځان کړلو
خپل وطن ئې وران کړلو
قهر پرې نازل کړی خدايه ! ستا نه چې ويريږي نۀ
دا خلق شرميږي نۀ ، دا خلق پوهيږي نۀ
بوي نشته ګلونو کښې
خزان راغی باغونو کښې
وخت تیر شو جنګونو کښې
وخت دی ډېر په منډه دا خو هیچاته ودريږي نۀ
دا خلق شرميږي نۀ ، داخلق پوهيږي نۀ
هر ځائ کښې بمونه دي
وران دَ زړۀ کورونه دي
تل دَ غم ويرونه دي
شمعَ دَ ژوند ځکه په بارودو کښې بليږي نۀ
دا خلق شرميږنۀ ، دا خلق پوهيږي نۀ
خوږ وطن جنت چرته
نشته دی راحت چرته
ورک چې شو غیرت چرته
ته چې بې ضميره شوې اغيار بۀ خوشحاليږي نۀ
دا خلق شرميږي نۀ ، دا خلق پوهيږي نۀ
هر چاته محتاج شولو
مرض ئې لاعلاج شولو
بوج په دې سماج شولو
داسې حال کښې څنګه بۀ هر کَس لیونی کيږي نۀ
دا خلق شرميږي نۀ ، دا خلق پوهيږ ي نۀ
ژوند ئې دَ ګولو سره
بلد شو دَ تيارو سره
لوبې کړي خطرو سره
هر څوک ورپسې دي خو دا خلق سمباليږ ي نۀ
دا خلق شرميږي نۀ ، دا خلق پوهيږي نۀ
هر ځائ خزانې بۀ وي
رنګ رنګ پروانې بۀ وي
دَ مينې ترانې بۀ وي
خرڅ چې شي باغوان نو هاغه باغ بۀ تالا کيږي نۀ ؟
دا خلق شرميږ ي نۀ ، دا خلق پوهيږي نۀ
چا عزت نيلام کړلو
ځان ئې ښۀ بدنام کړلو
بنده ئې دَ بل غلام کړلو
ډېر تواب خفه دی په دې خلقو نسکوريږي نۀ
دا خلق شرميږي نۀ ، دا خلق پوهيږي نۀ
________________