Saturday 30 October 2010

تواب ترابي Tawab Turabi


غزل
نشته پروا کۀ فاصله کښې اوسي
لکۀ دَ وينې مې پۀ زړۀ کښې اوسي
ماته مه وايئ چې پۀ غرونو سر شوے
څۀ اوکړم يار زما پۀ غره کښې اوسي
دَ ژوند مزې دې زما نشي نصيب
خو بس اشنا دې پۀ مزه کښې اوسي
هيڅ دَ مغرب هوا ئې چیړلے نۀ شي
چې پښتنه وي پۀ پرده کښې اوسي
ستا پۀ شان مينه مې پۀ چا ماتیږي
راسره ډېر خلق دېره کښې اوسي
يقين مې نشته چې بۀ خپل ئې کړمه
زما اشنا چې پۀ بنګله کښې اوسي
تواب ئې وشتے دے پۀ کاڼو مدام
څومره ښه خلق ستا کوڅه کښې اوسي
________________



غزل
نۀ ښکاري انسان ورته انسان خیر دی
 بيا هم نۀ پرېږدم در دَ جانان خیر دی
تا خفګان له کله ورکولی شم
قتل بۀ اوکړم دَ خپل آرمان خیر دی
ماته دَ مجنون ، فرهاد قصې مه کړئ
 څومره کۀ راورسي تاوان خیر دی
ووم آباد برباد کړم اعتماد مدام
هر څنګ کۀ وي تیر بۀ شي دوران خیر دی
قدر ئې زما زړۀ کښې کمیږي نۀ
اوسم کۀ بهر دَ پاکستان خیر دی
نۀ شی نااميد توابه سختو ته
رابه شي بهار کۀ دے خزان خیر دی


________________


بې ضميره
اور ئې کړلو بل په وطن
خوا ئې پرې يخيږي نۀ
دا خلق شرميږي نۀ
دا خلق پوهيږي نۀ
دا دَ خوشحالو وطن
دا وو دَ خوږو وطن
دا دَ ننګيالو وطن
ځان به پرې تالا کړي دا وطن بيا آباديږي نۀ
دا خلق شرميږي نۀ ، دا خلق پوهيږي نۀ
څوک شو يتيمان پکښې
ډېر شو معزوران پکښې
سوال کوي خواران پکښې
ډېر پکښې پوره شو بيائې هم خيټه ډکيږي نۀ
دا خلق شرميږي نۀ ، دا خلق پوهيږي نۀ
خرڅ ئې خپل ايمان کړلو
ښۀ پوره ئې ځان کړلو
خپل وطن ئې وران کړلو
قهر پرې نازل کړی خدايه ! ستا نه چې ويريږي نۀ
دا خلق شرميږي نۀ ، دا خلق پوهيږي نۀ
بوي نشته ګلونو کښې
خزان راغی باغونو کښې
وخت تیر شو جنګونو کښې
وخت دی ډېر په منډه دا خو هیچاته ودريږي نۀ
دا خلق شرميږي نۀ ، داخلق پوهيږي نۀ
هر ځائ کښې بمونه دي
وران دَ زړۀ کورونه دي
تل دَ غم ويرونه دي
شمعَ دَ ژوند ځکه په بارودو کښې بليږي نۀ
دا خلق شرميږنۀ ، دا خلق پوهيږي نۀ
خوږ وطن جنت چرته
نشته دی راحت چرته
ورک چې شو غیرت چرته
ته چې بې ضميره شوې اغيار بۀ خوشحاليږي نۀ
دا خلق شرميږي نۀ ، دا خلق پوهيږي نۀ
هر چاته محتاج شولو
مرض ئې لاعلاج شولو
بوج په دې سماج شولو
داسې حال کښې څنګه بۀ هر کَس لیونی کيږي نۀ
دا خلق شرميږي نۀ ، دا خلق پوهيږ ي نۀ
ژوند ئې دَ ګولو سره
بلد شو دَ تيارو سره
لوبې کړي خطرو سره
هر څوک ورپسې دي خو دا خلق سمباليږ ي نۀ
دا خلق شرميږي نۀ ، دا خلق پوهيږي نۀ
هر ځائ خزانې بۀ وي
رنګ رنګ پروانې بۀ وي
دَ مينې ترانې بۀ وي
خرڅ چې شي باغوان نو هاغه باغ بۀ تالا کيږي نۀ ؟
دا خلق شرميږ ي نۀ ، دا خلق پوهيږي نۀ
چا عزت نيلام کړلو
ځان ئې ښۀ بدنام کړلو
بنده ئې دَ بل غلام کړلو
ډېر تواب خفه دی په دې خلقو نسکوريږي نۀ
دا خلق شرميږي نۀ ، دا خلق پوهيږي نۀ
________________















No comments:

Post a Comment