Wednesday 6 October 2010

بلال احد یار

غزل
نه يې ملنګ نه مستانه غوندی يې
زما زړګیه عجیبه غوندی يې
د هجر شپې درنه پوښتنه کوم
دنورو شپو ولې اوږده غوندی يې
مونږ د وصال تږي په مزکه ناست يو
ته د اسمان په ټال سوره غوندی يې
دجنت مۍ دې بيا په خوب کې څښلي
ملا خمار خمار نشه غوندی يې
سترګې دې واړولې پوه شومه اوس
د احدیاره بيا خفه غوندی يې




***********************
غزل
بیا مې ویده مینه ویخیدو کې ده
داسی شپه راغلې نن په شپو کې ده
یو خوا د ساقي د پیالو کیف نشته
بله خوا نشۀ په پیمانو کې ده
دا هم ستا ښايست ته وركتې نه شي
ځكه د لمر سترګه پريوتو كې ده
نه په مست ملا نه په ساقي كې شته
دومره مستي ستا په سترګو مړو كې ده
شيخه ستا دخيال جنت كې نشته دى
دلته چې ګډا څنګ په پيالو كې ده
خدايه د خزان سيلۍ پرې مه راوړې
لا دګل سرخي په اننګو كې ده
څوك هم بينوا د ګلشن نه شړي
څومره وفا خلكه په اغزو كې ده
ګرانه نور د ژوند رباب مې مه چيړه
بس دې د الفت قيصه په تلو كې ده
دومره مينه ستا په احديار كې شته
چیرته د ملا خوارو سجدو كې ده


**********************














No comments:

Post a Comment