Wednesday 6 October 2010

امان الله سیلاب

د سترګو نندارې
ستا د سترګو بلا واخلم بيا دې سترګې ولې سرې دي
پام چې وار دې خطا نشي ما منلې غرغرې دي
د آرزو جوپه باريږي حوصلې وهي ترپکې
د اميد په قافله کې جوړې نوې نغارې دي
ستا د مينې د خزانه بس زما ژوند ته بها ده
ګوندې وخته ما ليدلي پخپل سر خاورې ايرې دي
نازولې ليلا راشه د مجنون ګرېوان ته ګوره
دا باران د مرغلرو که د اوښکو فوارې دي
مخ دې بلې لمبې کاندې خوله دې ګُل شي بيا غُنچه شي
ځکه ماته ډېرې ګرانې د پتنګ بلبل نخرې دي
پس له ډېره شواخونه ستا د تلو نه قربانیږم
د نکريزو په جامه کې مې قربان د زړه قطرې دي
چې په ژرنده مې ځان وړه کړو نو ايله مې وصال بياموند
د رنجو په نوم مې کړې ستا د سترګو نندارې دي
چې ارې ته مې سر ورکړ نو اوربل ته په خندا شوم
د ږمنځ په رنګ ښکل کړي زلفې ما خورې ورې دي
مبارک دې شه " سیلابه " د وصال استازې راغی
د ريبار سره دې کړې اشنا نوې مشورې دي


*********************************
د مينې جام
څه شو که نوم دې په خندا اخلمه
هره سلګۍ درپسې سا اخلمه
ساقي راواړوه يو جام د مينې
څو به د ښکلو نوم په غلا اخلمه
د محبت د هر تنيدک په نامه
د شوخو سترګو نه سلا اخلمه
نور به تسل د پاريدلي احساس
د ميني هر قدم رسا اخلمه
د ارمانجنو اميدو په خاطر
په هر منزل کې دې رضا اخلمه
سیلابه زړه راته په ډاک وويل
سر ورکومه خو اشنا اخلمه


*******************************
لیونۍ مينې کړم ...

لیونۍ مينې کړم اشنا د بيابانه سره
پرېږدئ چې ګرځم لیونی په غرونو
اوس راته غرونه ګړنګونه
ښکاري د مينې مهالونه
د غره په سر کيږډۍ وهمه د جانانه سره
پرېږدئ چې ګرځم لیونی په غرونو
د چا د شوخ نظر لپاره
په غرونو ګرځم ناکراره
ماته دې غوره ببرسر څيرې ګرېوانه سره
پرېږدئ چې ګرځم لیونی په غرونو
د لیونۍ مينې د لاسه
ناست يم د غم د غره دپاسه
د تصور په ټال زنګیږم د خپل ځانه سره
پرېږدئ چې ګرځم لیونی په غرونو
مينه کې دومره بې پروا يم
چې اوس خوشاله په سارا يم
د مينې شورمې لګیدلی د اسمانه سره
پرېږدئ چې ګرځم لیونی په غرونو
سیلابه زړه راته ژړيږي
وړې سلګۍ مې نه ودريږې
اخر به لاړشم له دنیا نه د ارمانه سره
پرېږدئ چې ګرځم لیونی په غرونو


****************************














No comments:

Post a Comment