Tuesday 19 October 2010

محمد آورخان خاورین M.Aawarkhan.Khawareen

غزل
واورې به وشي دغه غرونه به چینې راشنې کړي
د ارمان للمه به دسرو ګلو غونچې راشنې کړي
زارستاله تتې شان وعدې لږ خو مسکۍ شه راته
په تنکۍ ژبه به دې بیا څومره پلمې راشنې کړي
په خوشال خان،ایمل،رحمان خو یې جنډې ولاړې
چې پیښوربه کله بیا داسې شملې راشنې کړي
خیرکه چینار له سیوري وویستو ظالم توغندي
اوس به یې څانګې جوړسندرزته نغمې راشنې کړي
وخت به راځي د ازادۍ پیغلې ستا سپور اوربل ته
دننګ خیبربه د پت ګرمې معرکې راشنې کړي
خوب مې لیدوچې سپینوستورو نه لمن ډکوم
تیارې به ماتې شي سپوږمۍ به پلوشې راشنې کړي
دکابل جان په تاکو مسته مۍ ورینه ځمکه
د جنګ دلاسه دا څو کاله شي لمبې راشنې کړي
د اغزو کښت به کړو غوبل راځئ دوینو په تول
ګوندې وریښمینې استانې دژوندکوڅې راشنې کړي
بې وسه مینه د(خاورین) په خپلو وینوزړه کې
د تړمو اوښکو فصل واخلي ترې ګیلې راشنې کړي
۱/۷/۲۰۰۱
*******************************





No comments:

Post a Comment