Wednesday 6 October 2010

صدیق الله بدر

غزل
كلى د شور دى دا منمه خو څوك ساز نه كوي
د زړه تارونه مې اوده دي هيڅ اواز نه كوي
ريبار رښتنى دى منم خو ملامت هم نه يم
جانانه هر چا ته خبره څوك د راز نه كوي
يو خوا ملا په موږه دم د بې نيازۍ كړى دى
بل خوا له ښكلو ادا هیره ده او ناز نه كوي
انداز د سترګو دې د باز بدل بدل غوندې دى
د زړه كوترې مو چې غلې دي پرواز نه كوي
خواږه دې زړه، رنگ چې له سترګو نه دې اخلي اشنا
د بدر داسې كلام څنګه به اعجاز نه كوي

****************************
افغان زړه

ليوني زړه چې اور په ځـــــــان اخســـتى
چا ورته نوم بــــــــــــيا د جانان اخســـتى
ژوند كې چې مـاته دى ډېر ګران لوېــدلى
هغه زړه تــــــــــــا رانه ارزان اخســــــتى
رقيب په عشق بــــــولي د مرګ ســنـدره
لاس كې يې تيغ ســــــــره قـران اخستى
زړه مې افغان دى ټيــټ كاته يې نــــه زده
خو يې قلنګ د عشـــــق په ځان اخستى
د خپلې وركې د كـــــــــــاروان په مـــــينه
بدر قدم په بيابـــــــــــــــــــــان اخستی
***************************
د ارمان رضا

چې دې خندا ته عشقه ما كـــــړې ده
ووايه داسې ژړا چا كــــــــــــــــــړې ده
مـــــادې ژړا تــــــــــــه ژړولــــــــــــې ژړا
تا مې ژړا باندې خنــــــــــــدا كـــړې ده
مــــــه راته ګوره بيا په غبرګــــــو سترګو
ساده كتلو دې بلا كــــــــــــــــــــــړې ده
زه پسې ځم ساقي چې تښتــــي رانه
ښكاري چې څه بلا ملا كــــــــــــړې ده
ستا په انكار چې هم در ځم كــوڅې ته
ما د ارمان خپله رضا كــــــــــــــــــړې ده
شيخه نو دا سمې له كومه شــــــــولې
بدرچــــې ټول عمرخطا كـــــــــــړې ده
****************************
د غشو تنده

داسې چې ډېر ډېر په ما ګران دى زړه مې
زما خو نه دى د جانان دى زړه مې
تورې تیرې پرې هرنظر پرېوځي
د وينو كورافغانستان دى زړه مې
ستا د نظرد بوړبوكو هنداره
د ښايستونو بيابان دى زړه مې
راشه د غشو تنده ماته كړه پرې
څپې څپې رود روان دى زړه مې
دى د غمونو حسرتونو جهان
غريب يې مه ګڼه لوى خان دى زړه مې
بدره چې وينې وينې خاندي په كې
په پرهرونو چراغان دى زړه مې
**************************
ناسوري پرهر

تورتم رڼا، رڼا تورتم وګڼه
غم خوشالي، خوشالي غم وګڼه
چې يې نظر هم په تا نه خوږيږي
زړګيه دا د يار ستم وګڼه
چې ناسوري پرهر رغيږي پرې ستا
اوس يې يادونه هم ملهم وګڼه
كله د ګل پر مخ شبنم چې وينې
ته يې د زما دسترګو نم وګڼه
تا چې پرې غم د خپلې مينې وكښه
بدره خوا خوږى خپل قلم وګڼه


*************************






















































































































































































































































































No comments:

Post a Comment