Thursday 21 October 2010

نورشاه نوراني Noorsha Noorani

غزل
تـــــــــــــاچې راته سرې شونډې شکرې کـــــــــړې
مــــــــــــــاهم بيا د صبر جامې لـــــــــــرې کـــــــــــړې
بـــــــــس نور د نازونــــــــــو وړ دې نه يمــــــــــــــــــه
تیـــــــــــرې مې په ځان کنډې کــــــپرې کـــــــــــړې
اخـــــــــــــــــــلي په وړيا رانــه د زړه جوهـــــــــــــــــر
ستـــــــــــــــــــــرګې دې ملالې سوداګرې کـــــــړې
ښکليه! ستا مرغۍ سترګې مې ښکار نه کړې
مـــــــــــــاتې مې دزړه د باز وزرې کــــــــــــــــــــــړې
څـــــــــــــه که تاد زلفو زغره واغـــــــــوستـــــــــــــــه
مــــــــــــــاهم د فولادو سورۍ زغرې کــــــــــــــــړې
وژنــــــــــــې مــــــې !کــــــــــه څه کيسه ده ياره نـن؟
سترګې دې غوسې ته بــــــــــــــــرابرې کــــــــــړې
ستاد محبوبيت نغمې غبر ګــــــونې کــــــــــــــړې
مـــــــــــــاد تنهايي عمر سندر ې کـــــــــــــــــــــــــړې
راکـــــــــــــړه پـــــــه بدل کې يوه بوسه يــــــــــــــــاره
اوښکـــــــــې مې ستـــــــــا هـــار ته ملغلرې کـړې


*******************************


غزل
ټـــــــــکي بې مانې دې په لـــــــفظونو پورې نه خاندي
مــــړى دې د ژونــــد حـــــرکتونو پورې نــــه خـانـــدي
وروڼـــــــــه دې مجـــــــــــنون يو، دا عادت دلـيونو لرو
ښکلي دې زموږ پـــه ګـــريوانونو پــــورې نه خــاندي
خیـــــرکه غريبي ده، څــــه عيب نه شتــــه بـې زواله يو
خان مو دې دکور په ديوالــونو پـ ـــورې نه خـــــاندي
کونډې روسۍ وپوښته چــــې څـــه درته ويرنې کــړي
څـــــوک دې دافـــغـــان په همتونو پـــورې نه خـــاندي
چــــــــــــــرته يې په تن پورې بڼـکه سپينه نه ښـــکاري
زاغ دې په نـــرګس په ګلابـــونـــو پـــورې نه خــــاندي
خداى دې نوراني دکوم جاهل په غشيو ښکارنه کړي
بــيا بـــه دې طبيب پـــه پرهارونو پــــورې نه خـــانـــدي

*******************************
غــــزل
تــــکـــه تـــــوره شـپــــه ده په څـــه ورکــــه پسې ووتــم
شــــاه تـــه پـــــــه رڼـــــــــا د اور بــلکــــه پسې ووتـــــــم
ټـــــولو کليوالو مــــې دا بژه ګريوان لــــوستلى دى!
ستا کوڅــــه کـــې پريوته کونجکه پســـې ووتـــــــم!
دا خـــــو لوى وبال دى چې د زنــي نــــه دې ونـــيسـم
بــــــويه د پښتو لـــــه هـــــر مدرکــــــه پســـې ووتـــــــم
مـــــالکـــــــه موچۍ شپه مې په ګل کې تیره کــړي ده
ورځ شولــه رڼــــا شــــوه په ټمبـــکـــه پســــې ووتــــــم
ډېرو مې په مټ لاسونه کيښودل چې مـــــه درومـــــه
زه هــــم ليــــونــــى يــــــم لـــه اټــــکــــه پســې ووتــــــــم
چیرته دچنار په کـومه څـــانګه به خـــــوب وړي وي
بــــازيمـــه د مـــينــــې پـــه چـــــوغکـــــه پسې ووتــــم
اوس بــــــــه د ســــــــــندرو د الـــــــــــهام مالکـه راولم
خيال د نوراني يمه پـــــــــــه کلکــه پســـې ووتــــــــــــم


*******************************










No comments:

Post a Comment