Wednesday 6 October 2010

سید جیلاني جلان

غزل
کینه چې شيبې دې اخترېزې کړم
پاڼې د ګلاب درته نکريزې کړم
تاو مې کړه له غاړې نه رڼې ليچې
پريږده چې هیندارې ماښاميزې کړم
دا ځل که په سره شړۍ کې راغلمه
نجونې د ښاريو به غريزې کړم
خداى که مې همداسې شرنګ کې وساتي
ډيرې زمانې به سندريزې کړم
ګرځمه جلان د ترنم په غرو
مړې سترګې د يار چې څلوريزې کړم


************************
غزل
له كاڼي جوړه كړي هينداره پوخ كمال هم لري
د غرو شډل بډل شاعر مې داسې خيال هم لري
بلا دې واخلمه اشنا د زمانو قاتلان
كه سر كې كبر ګرځوي پښو كې زوال هم لري
د جمعې لمونځ څنګه په دې كلي كې نه دى روا؟
ملا نه واخله تر دې پورې چې كلال هم لري
د چاپه څيرو ګرېوانو پسې په كټ كټ خندل
تا ته به ډېر خوند در كوي مګر وبال هم لري
دا ځل مې داسې د سندور پیغله وموندله
چې د ښايست تر څنګ پر څڼو زرين شال هم لري
د زړه درې نه مې تيارې نه پاكوي جلانه
ګنې په ښي لاس كې د وړانګو سپين د سمال هم لري






















































No comments:

Post a Comment